بلوچستان کې پر رېل‌ګاډي برید؛ د ۱۸۲ پوځیانو په ګډون ۴۵۰ کسان برمته شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان په بلوچستان ایالات کې پر یوه رېل‌ګاډي د بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسله‌والو (بي‌اې‌اېل) د یوه خونړي برید په ترڅ کې لږترلږه شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۴۵۰ نور کسان برمته شوي دي.

پر رېل‌ګاډي برید او د ۴۵۰ کسانو برمته کېدل

اې‌بي‌سي خبري اژانس د سې‌شنبې پر ورځ (د مارچ ۱۱مه) د یوه امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو وسله‌والو د بلوچستان ایالت په یوې غرنۍ سیمه کې لومړی د پټلۍ یوه برخه په بمونو الوزولې او ورسره جوخت یې د رېل‌ګاډي کنټرول په خپل لاس کې اخیستی دی.

ورته مهال، بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د ټېلکرام له لارې په یوه پیغام کې ادعا کړې، چې هغوی ۱۸۲ پاکستاني پوځي او امنیتي ځواکونه یرغمل، خو ګڼ شمېر ملکيان یې خوشې کړي دي.

د یادې ډلې له پیغام سره سم پاکستاني چارواکو هم د ملکیانو خوشې‌کېدل منلې ده.

د بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو د بریدونو اندېښنې

بلوڅ بېلتون‌غوښتونکو ډلې له پاکستاني سرچینو سره د رسمي شمېرو په پرتله د دغه برید د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه ښودلې او ادعا کوي، چې ۲۰ پاکستاني پوځيان یې وژلي او یوه بې‌پیلوټه الوتکه یې نسکوره کړې ده.

په همدې حال کې اې‌بي‌سي د امریکایي چارواکي په حواله ویلي، چې نوموړې وسله‌والې ډلې ګواښ کړی چې د پاکستاني دولت له خوا د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې د هڅې په صورت کې به ټول پوځيان ووژني.

د پاکستاني دولت غبرګون

له دې پېښې سره سم، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي، چې مرکزي دولت به «هغو کسانو ته چې بې‌ګناه مسافر وژني» هېڅ ډول امتیاز ور نه‌کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به د دغه برید د مخنیوي او د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره هڅې وکړي.

اوسنی وضعیت او د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې هڅې

دا لا څرګنده نه ده، چې د پاکستان دولت له دغه کړکېچ سره د مبارزې لپاره څه پلان لري، خو اوسني وضعیت د مسافرو او یرغمل شویو کسانو د خوندیتوب په تړاو ډېرې اندېښنې راپارولې دي.