نیوزیلنډ له پاکستان سره ۵ شل اوره او درې یو ورځنۍ سیالۍ کوي

د نیوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره او درې یو ورځنيو سیالیو لومړۍ لوبه د نیوزيلنډ په کوربه توب د مارچ میاشتي په ۱۶مه د کرایست چرچ په لوبغالي کې تر سره کيږي. نیوزيلنډ د مارچل بریسویل په لوبډلمشرۍ لوبډله هم اعلان کړه.

د کوربه نيوزيلنډ او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د ۵ شل اوره لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ به د مارچ مياشتي په ۱۶، دویمه یې په ۱۸مه، درېيمه په ۲۱مه، څلورمه یې په ۲۳مه او وروستۍ پنځمه لوبه به د همدې میاشتي په ۲۶ نېټه تر سره شي.

د کرېکت نړيوالې شورا د مالوماتو له مخې، د همدې دواړو لوبډلو ترمنځ درې ۵۰ اوره لوبلړۍ به د مارچ مياشتي په ۲۸مه، دویمه سيالۍ به د اپريل په دویمه او درېیمه به یې د اپريل پر ۵مه نېټه تر سره شي.

نیوزيلنډ د دې سياليو لپاره ۱۳ کسیزه او پاکستان هم د دې سيالیو لپاره ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړې.

د نیوزيلنډ لوبډلې یو شمېر لوبغاړي په دې لوبلړۍ کې نشته ځکه د هند تجارتي لیګ سیاليو کې د ګډون لپاره ځي.