پاکستان پرېکړه کړې، چې له دوی سره ثبت افغان کډوال هم په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته ولېږي
د پاکستانۍ ورځپاڼې «ده نیوز The News» د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولېږي.
بې اسناده افغان کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې دغه هېواد پرېږدي.
اوسمهال د ملګرو ملتونو له ثبت شویو کډوالو پرته سلګونه زره نور افغان کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت دي، چې د پاکستان د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د دوی د اېستل کېدو لړۍ چټکه کړي او که د مارچ میاشتې تر پایه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه نشي؛ نو په زور به یې وباسي.
د «ده نیوز» د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کې ځیني کډوال د «داوطلبانه ستنېدو» پروګرام له لوري خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د POR کارت لرونکي دي، چې د افغان کډوالو ۵۲سلنه برخه جوړوي او ډېری یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي».
نوموړي زیاته کړه، چې شاوخوا ۸۰۰ زره افغانان د ملګرو ملتونو د ACC کارت لرونکي دي چې د دوی له ډلې یې هم زیاتره په خېبر پښتونخوا کې ژوند کوي.
د POR کارتونه په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په همکارۍ افغان کډوالو ته ورکړل شول او د ACC کارتونه بیا په ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د «ملي عمل پلان (NAP)» تر چتر لاندې ووېشل شول.
پاکستان له نږدې پنځه لسیزو راهیسې د مېلیونونو افغانانو کوربه پاتې شوی دی.
که څه هم په وروستیو کلونو کې سلګونه زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي؛ خو لا هم ۲.۱ مېلیونه افغانان د خیبر پښتونخوا او نورو ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي.
پاکستاني چارواکو د مارچ ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، چې له مخې یې باید ټول «بې اسناده» افغانان او د ACC کارت لرونکي کسان د پاکستان خاوره پرېږدي.
هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې زېږېدلي او هېڅکله افغانستان ته نه دي تللي؛ اوس د روژې میاشتې سره سم د دغه ضربالاجل له امله د خپل راتلونکي په اړه ژورې اندېښنې لري.
پېښور د خېبر پښتونخوا یو له هغو ښارونو دی، چې د افغان کډوالو شمېر پکې خورا زیات دی چې پکې لوی کاروبارونه او سوداګرۍ هم لري.
دوی د خېبر پښتونخوا له خلکو سره لوی شوي او څنګ په څنګ یې ورسره له ماشتوبه ژوند کړی دی.
تېر کال د پاکستان حکومت یوازې د «بې اسنادو» بهرنیانو لپاره (د اکټوبر ۳۱مه) وروستۍ نېټه ټاکلې وه، چې ورپسې ګڼ شمېر بې اسناده افغانان د تورخم پر ګډون پر ځینو نورو لارو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې خپلو سیمو ته ستانه شول.
پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې دروازه په دروازه د ناقانونه افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.
د پاکستان حکومت دغو افغانانو ته هم خبرداری ورکړی، چې د مارچ میاشتې وروسته دې اسلام اباد او راولپندۍ ښارونو څخه ووځي او په نورو هېوادونو کې دې مېشت شي.
د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لا ویلي، د هغو افغانانو د اېستل کېدو په اړه هم فکر کوي چې لوېدیځو هېوادونو او امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.