کمزوری مدیریت؛ په پاکستان کې د کرېکټ اتلانو جام سیالۍ ښې ونه ځلیدې
د سیاسي واقعیتونو، په کوربه هیواد پاکستان کې د جذابیت کمي او متوسط کرېکټ له امله د اتلانو جام سیالۍ هغسې ونه ځلېدې، چې د کرېکټ نړیوالې شورا یې تمه او پلان درلود.
د یو ورځنیو نړیوالو (ODI) سیالیو دغه جام د کرکټ نړیوالې شورا لپاره د عوایدو یوه مهمه سرچینه وه، خو دا یې تضمین نه شوای کړای چې دا بڼه به د شل اوریزو لیګونو تر سیوري لاندې خپل اهمیت وساتي.
د پاکستان په کوربه توب لوبو کې د هند ګډون، چې د هرې کرکټ سیالۍ د تجارتي بري لپاره مهم بلل کېږي، نامعلوم و.
د هند کرکټ بورډ پاکستان ته د سفر نه کولو په تړاو خپله پالیسي جاري وساتله، ځکه د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو سیاسي اړیکې ترینګلې دي او دوی یواځې د کریکټ نړیوالې شورا په سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.
د شل اوریز نړیوال جام دفاعي اتل هند، د یکشنبې په ورځ د نیوزیلینډ پر وړاندې بری ترلاسه کړ او په کرکټ کې یې خپل برلاسی یو ځل بیا وښود.
هند د ای سي سي په وروستیو دریو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام پایلوبه وه.
مشهور کرکټ لیکوال نیکولس بروکس رویټرز ته وویل، « دوی یوه فوقالعاده لوبډله ده او زما په نظر له سیالانو ډېر مخکې دي، دا سیالي باید د دوی د بري جشن وای، خو د غیر عادلانه ګټو په تړاو پرله پسې پوښتنو د دوی پر ځلېدا سیوری غوړولی».
د هند په خاطر دوبۍ ته د ټولو لوبو انتقال پاکستان د پایلوبې د کوربهتوب له ویاړه بې برخې کړ.
سویلي افریقا اړه شوه چې ۱۸ساعته سفر وکړي، څو په نیمه پایلوبه کې د هند پر وړاندې ولوبېږي او بیا پاکستان ته ستنه شي، چې له نیوزیلینډ سره لوبه وکړي.
دغه ټول وضعیت د کرکټ نړیواله شورا کمزورې وښوده، چې دا مهال یې د هند د کرکټ بورډ پخوانی منشي جې شاه رهبري کوي.
د مهالویش ستونزې هم د هند په ګټه تمامې شوې، ځکه هند د خپلو وروستیو دوه ګروپي سیالیو ترمنځ یوه اونۍ استراحت درلود، په داسې حال کې چې افغانستان په دریو ورځو کې دوه لوبې وکړې.
بروکس وویل، « داسې ښکاري چې ای سي سي مالي ګټې ته تر عدالت لومړیتوب ورکوي. ځینې خلک به طبعا فکر کوي چې د واکمنې ادارې ټول تمرکز د هند په خوشاله ساتلو دی».
د پاکستان کمزوری چمتووالی
پاکستان نه یوازې د سیالیو د تنظیم په برخه کې له ستونزو سره مخ و، بلکې د دوی لوبډله هم کمزورې وه. د کراچۍ او لاهور لوبغالو وروستیو رغنیزو چارو، کم شمېر نندارچیانو او د باران له امله د دریو لوبو لغو کېدو د ټورنمنټ جذابیت ته زیان ورساوه.
پاکستانۍ لوبډله د«اې» ګروپ په وروستي مقام کې پاتې شوه او له هند سره یې بایللې سیالي د ناکامۍ لوی علت و.
استرالیا، چې د لوبغاړو د ټپونو له امله کمزورې شوې وه، په عادي لوبغاړو ولوبېده.
نیوزیلینډي راچین روېندرا د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو. ګلېن فیلیپس په خپلوښکلو کیچونو د فیلډینګ تعریفونه ترلاسه کړل.ویرات کولي وښوده چې لا هم ډېر څه کولای شي.
افغانستان، سره له دې چې نیمه پایلوبې ته ونه رسېد، خو په خپل لومړي اتلانو جام کې وځلېد.
برېټانیا له بې خونده لوبې وروسته د نوي لوبډلمشر په لټه کې ده، ځکه جوس بټلر له لوبډلمشرۍ لاس اخیستی.