د پښتونخوا په چارسده کې د دوکان مخ ته د کټ اېښودو پر سر نښته کې ۵ کسان ووژل او ۲ ژوبل شول
د پښتونخوا د چارسدې په ترنابکې د دوکان مخ ته د کټ اېښودو پر سر د دوو ډلو ترمنځ د نښتې له امله ۵کسان ووژل او ۲نور سخت ژوبل شول.
ځايي پولیسو هم منلې چې شخړه د یوه دوکان مخې ته د کټ د ایښودو پر سر شوې ده.
پېښه پسې پولیس او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدلې مړي یې د طبي معایناتو لپاره او ټپیان یې د درملنې لپاره د چارسدې مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.
پولیسو ویلي د پېښې پلټنې روانې دي او د تورنو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهل کېږي.
د سیمې امنیت ته په کتو اضافي ځواکونه ځای پر ځای شوي ترڅو د هر ډول نورې شخړې مخه ونیول شي.