د اسپانیا پولیسو ۱۱ پاکستانیان له ټي ټي پي سره د غړیتوب په شک نیولي
د اسراییل اورشلیم پوسټ ورځپاڼه وايي، د اسپانیا پولیسو ۱۱ پاکستاني وګړي د پاکستان طالبانو غورځنګ سره د اړیکو په شک نیولي دی. د پولیسو څېړنې ښيي چې نیول شویو کسانو اروپا کې د خپلو ملګرو د هڅولو او مهمو هدفونو په نښه کولو لپاره منظمې ټلیفوني اړیکې کارولې.
اورشلیم پوسټ نن د دې خبر خپرولو سره د دې کسانو د نیولو کره نېټه نه ده یاده کړې.
دا رسنۍ د اسپانیا ملي پولیسو په حواله وايي، په دې ۱۱ کسانو کې لس په بارسلونا او یو هم د ایټالیايي پولیسو په مرسته په هغه هېواد کې نیول شوی د.
د اسپانیايي چارواکو په خبره، دا په تېرو دریو کلونو کې د ورته کسانو د نیولو دریم ځل دی چې ټول شمېر یې ۳۰ کسانو ته رسېږي.
اوریشلم پوسټ د اسپانیايي رسنیو په حواله وايي، چې له نورو سره د اړیکو لپاره یو ټلیفوني چینل د ښځو له خوا اداره کېده، چې د دې چینل پر پراخولو سربېره یې د کسانو موندلو کې هم کارند رول درلود.