پانامې د افغانانو په ګډون له امریکا څخه وروړل شوي لسګونه کډوال له پنډغالي خوشې کړل
د بشري حقونو بنسټونو د څو اونیو له نیوکو او قانوني ستونزو وروسته د پانامې حکومت د تېرې شنبې په ورځ د افغانانو په ګډون لسګونه هغه کډوال خوشې کړي، چې له امریکا څخه تر اېستل کېدو وروسته د دغه هېواد په پنډغالو کې ساتل کېدل.
د پانامې حکومتي چارواکو دغو کډوالو ته ۳۰ ورځې وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دغه هېواد پرېږدي.
په خوشې شویو کډوالو کې د حیات الله اېماق په نوم یو ۲۹کلن افغان ځوان هم شامل دی، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په ۲۰۲۲ زېږدېز کال کې یې خپل هېواد پرېښی و.
د نورو کډوالو په څېر هغه هم له خپل راتلونکي برخلیکه نه دی خبر چې څه به ورسره کېږي.
حیات الله د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل:« موږ پناه غوښتونکي یو، پیسې نه لرو، نه هوټل نیولی شو او نه هم دلته خپلوان لرو».
هغه زیاته کړه: «زه هېڅکله نشم کولی افغانستان ته ولاړ شم، هلته طالبان دي او که بېرته ولاړ شم ؛نو ما به ووژني».
د پانامې حکومت ویلي، کډوال کولای شي د ۶۰ نورو ورځو لپاره دلته پاتې شي؛ خو وروسته له هغې به د ډېرو برخلیک ناڅرګند وي.
حیات الله او ۶۵ نور کډوال چې له چین، روسیې، پاکستان، افغانستان، ایران، نیپال او نورو هېوادونو امریکا ته تللي وو؛ له یوې اوږدې مودې بند تېرولو وروسته د ټرمپ د پرېکړې له مخې پانامې ته ولېږدول شول.
پانامې مخکې ویلي و، چې دوی له امریکا سره کار کوي؛ ترڅو هغو کسانو ته «یو روښانه پېغام» ورکړي، چې غواړي امریکا ته ځان ورسوي.
هغه مهال چې پانامه کې دغه کډوال خوشې شول د بشري حقونو وکیلان او د کډوالو ملاتړې ډلې یې هرکلي ته ورغلې وې؛ څو ورسره مرسته وکړي؛ خو لا هم لسګونه کډوال په پنډغالو کې بند پاتې دي.
په خوشې شویو کسانو کې د پاکستان، ایران او روسیې کډوال هم شامل وو.
یو روسی ځوان، «نیکیتا ګاپونوف» چې د نرښخیانو ټولنې غړی دی وویل، چې د امریکا پر پوله ونیول شو او اجازه ورنه کړل شوه چې د پناه غوښتنه وکړي.
هغه وویل: «زه به نن شپه پر سړک ویده شم».
دغه کډوال د هغه تړون برخه دي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پانامې او کاستاریکا سره کړی و؛ ترڅو کډوال د دغو هېوادونو له لارې بېرته خپلې اصلي خاورې ته واستوي.
له امریکا څخه د دغه اېستل شویو کډوالو په تړاو اندېښنې وروسته له هغې ډېرې شوې، چې د هوټلونو له کړکیو یې پر سپینو پاڼو لیکل کړي وو او له خلکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.
د نړۍوال قانون له مخې، هغه کسان چې له جګړې، شکنجې یا د ګواښونو له کبله خپل هېوادونه پرېږدي حق لري چې د پناه غوښتنې وکړي.
هغه مهال چې دغو کډوالو خپلو هېوادونو ته د ستنېدو مخالفت وکړ، دوی د پانامې او کولمبیا پولې ته نږدې یوه پنډغالي ته ولېږدول شول.
دغو کډوال هلته له ټلېفوني اړیکو او حقوقي اړیکو څخه په اونیو، اونیو بې برخې پاتې شوي دي.
حیات الله او نورو خوشې شویو کډوالو وویل، چې دوی نشي کولای بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
حیات الله چې په افغانستان کې له هزاره توکم څخه دی؛ ځان بې دینه ګڼي او وایي، افغانستان ته بېرته تګ ورته د مرګ معنا لري.
هغه وویل: «زه پاکستان، ایران او نورو هېوادونو ته ولاړم؛ خو هیچا راته ویزه رانکړه، نو بیا امریکا ته لاړم. هلته مې پناه وغوښته؛ خو رد شوه».
حیات الله زیاته کړه: «زما یوازینۍ هیله ازادي وه؛ خو هغوی دا چانس رانکړ».
د هغه په ګډون نورو کډوالو شکایت وکړ، چې په پنډغالي کې یې خواړه کم وو، هوا ګرمه وه او چارواکو ورسره بد چلند کاوه.
د پانامې چارواکو دغه تورونه رد کړي؛ خو خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د کډوالو پنډغالي ته لاړ شي.
نړۍوالې مرستندویه ادارې وايي، دوی هڅه کوي د هغو کډوالو لپاره درېیم هېواد پیدا کړي چې بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل نه غواړي؛ خو پانامې ویلي، خوشې شویو کډوالو دغه مرسته رد کړې ده.
د حیات الله په وینا: َ«ما څو ځله وغوښتل، چې په پانامه کې پناه واخلم؛ خو راته وویل شول چې پناه منونکي نه دي».
د پانامې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کارلوس روییز-هرناندز ویلي، هېڅ کډوال نه غواړي دلته پاتې شي او ټول بېرته امریکا ته تلل غواړي.