د پاکستان پیپلز پارټۍ غړي د تورخم دروازې خلاصېدو لپاره د پښتونخوا اسمبلۍ کې قرارداد جمع کړ
د پاکستان پیپلز پارټۍ د پښتونخوا اسمبلۍ غړي احمد کنډي د اسمبلۍ په غونډه کې یو پرېکړه لیک جمع کړی، چې پکې له مرکزي حکومت د تورخم بندر د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه شوې ده.
په قرارداد کې راغلي چې تورخم د پاکستان او افغانستان تر ټولو مصروفه لار ده، خو له تېرو ۱۶ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده شوې او له امله یې دواړو خواوو ته عام ولس او سوداګرۍ ته دروند زیان اوښتی.
احمد کنډي په پرېکړه لیک کې ویلي چې د تورخم بندیدو له امله نه یوازې هره ورځ میلیونونه افغانۍ تجارتي زیان کېږي، بلکې عام ولس ته هم سختې ستونزې پیدا شوې دي.
د نوموړي په خبره، د بندر د بندیدو له کبله سوداګرو ټرانسپورټرانو او نورو کاروباري خلکو ته نه جبرانېدونکی تاوان اوښتی او همداراز ګڼ کسان د سرحد دواړو خواو ته بند پاتې دي.
په قرارداد کې د پښتونخوا حکومت ته سپارښتنه شوې چې له مرکزي حکومت سره اړیکه ونیسي او ژر تر ژره د بندر پرانستلو لپاره لازم ګامونه پورته کړي، ترڅو دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي فعالیتونه بیا پیل شي.
د تورخم د لارې خلاصولو لپاره پرون د دواړو غاړو قومي مشرانو او سوداګرو جرګې هم د دواړو خواوو ترمنځ د دوو ورځو اوربند وکړ.
ویل کېږي کابل کې هم ځینې سوداګرو نن له طالب چارواکو سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د لارې خلاصېدو هڅې وکړي.