اېکس یا پخوانی ټویټر نن ددرېیم ځل لپاره له کاره ولوېد
اېکس ددوشنبې په ورځ ددرېیم ځل لپاره بندښت یا په سیسټم کې ستونزه تجربه کوي او کاروونکي نه شي کولای چې سیسټم ته ننوځي او یا محتوا وګوري او یا یې خپره کړي.
د ډاون ډیټیکټر د رپوټ له مخې، د دویم بندښت پر مهال له ۴۰ زرو زیات شکایتونه ثبت شوي، چې کاروونکي وايي دوی حتا داېکس ویب پاڼې ته هم لاسرسی نه لري او اوس د درېیم بندښت رپوټونه هم ډېر شوي دي.
سره له دې چې له لومړي بندښت وروسته سرویس څو ساعته فعال شو، خو ورپسې دویم بندښت راغی او اوس ددرېیم ځل لپاره په امریکا، اروپا او د نړۍ ګڼو نورو برخو کې له کاره لوېدلی.
که څه هم د بندښت دوام اټکل کول ګران دي، خو د نن ورځې پخوانیو بندښتونو ته په کتو سره، د حل لپاره نږدې ۴۵ دقیقې وخت ته اړتیا ده.
که چېرې دا هم د (DDOS ) برید وي، نو کیدای شي د حل وخت هم ورته وي، خو هر څه ممکن دي.
تر ټولو زیات بندښتونه په نیو یارک، شیکاګو او لاس اینجلس ښارونو کې ثبت شوي، خو په اروپا او د نړۍ په نورو سیمو کې هم دا ستونزې شته دي.
ځینې کاروونکي ګومان کوي چې اېکس د (Distributed Denial of Service) بریدونو ښکار شوی، چې دا ښايي د دې ټولنیزې شبکې د پرله پسې بندښتونو لامل وي.
انجنیران په اېکس کې کار کوي څو ستونزه حل کړي، خو داسې ښکاري چې بریدګر د نويو لارو چارو په موندلو سره اېکس بېرته له کاره غورځوي.
د اېکس خدمات لومړی نن سهار له ګډوډۍ سره مخ شول، چې له ۲۲ زرو زیاتو کاروونکو شکایتونه وکړل.
ډېره برخه شکایتونه، چې نږدې ۶۰ سلنه یې وو، د ایکس اپلیکیشن اړوند وو، په داسې حال کې چې تقریباً ۳۱سلنه رپوټونه د ویب سایټ د کارونې پر مهال وو. ستونزه ژر حل شوه او شکایتونه یوازې ۴۳۸ ته راټیټ شول، خو دویمه ګډوډی څو ساعته وروسته بیا پېښه شوه او شاوخوا ۳۷ زره کاروونکو شکایت کړی و، چې یاد پلاټفورم ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري، خو یو ساعت وروسته د اېکس خدمات بېرته فعال شول، مګر مازیګر یوځل بیا اېکس له ورته ستونزې سره مخ شو چې له شاوخوا ۴۵ دقیقو وروسته دا ستونزه بېرته اواره شوه.