د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د کډون لپاره تایلینډ ته لاړه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې غړي د ۲۰۲۵ کال د اسیا فوټبال جام په روزنیز کمپ او ټورنمنټ کې د ګډون لپاره له کابل څخه تایلینډ ته روان شول. د اسیا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام به سږ کال د مارچ په ۲۰مه په تایلینډ کې پیل شي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو د جام په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا د ساحلي فوټبال ملي لوبډلو سره مخامخ شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ددې فدراسیون د مشر په حواله لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال د اسیایي جام په سیالیو کې د افغانستان ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د بریالیتوب هیله کوي.