د خلکو له ځورونې سربېره ۳۸ ساعته ولاړ اسټرالیایي یوټیوبر نړۍوال ریکارډ جوړ کړ
یو اسټرالیایي یوټیوبر چې د ۳۸ ساعتونو اوږدې مودې لپاره د خلکو له ځورونې سربېره چوپه خوله ولاړ و، نړۍوال رېکارډ جوړ کړ. تاسو څومره توان لرئ چې څو ساعته به د خلکو بار بار ځورولو سره چوپه خوله پاتې شئ؟
دا اسټرالیایي یوټیوبر چې نورمي نومېږي، تر دې وړاندې یې د یوه بل رېکارډ د جوړولو هڅه هم کوله.
نوموړي غوښتل، چې د ډېرې مودې لپاره وېښ پاتې شي او د نړۍوالو رېکارډونو په کتاب ګېنس کې یې نوم ولیکل شي.
دا ریکارډ ځکه جوړ نه شو، چې د نړۍوالو رېکارډونو کتاب ګېنس ونه منله.
نورمي د ۲۶۴ ساعتونو لپاره ویښ پاتې شو او حتی هڅه یې وکړه، چې د دې حالت ویډیو په ژوندۍ بڼه خپره کړي، خو د یوټیوب له خوا یې ویډیو بنده شوه.
نورمي غواړي، چې خپل نوم د نړۍوالو رېکارډنو کتاب ته ورسوي او هغه تر یوې اندازې په دې بریالی شوی هم دی، چې د اوږدې مودې لپاره ولاړ او چوپ پاتې شي تر څو خپل هدف ترلاسه کړي. خو د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې ګېنس کتاب پورې اړوند چارواکو تر اوسه نه ده تایید کړې.
یاد کس د ۳۸ ساعتونو لپاره ولاړ وو، سره له دې چې د لارویانو له خوا ځورول کېده، حتی پولیسو ته یې زنګ وهلو چې دا کس بې موجبه ولاړ دی.
د هغه دا ویډیو چې د سړک غاړې ته د ۳۸ ساعتونو لپاره ولاړ دی په ژوندۍ بڼه خپره شوې، چې د لارویانو له خوا ځورول کېږي او ملنډې پرې وهي.
په دې لارویانو کې داسې لارویان هم و، چې نورمي ته یې برېتونه جوړ کړل او یو شمېر لارویانو خو ورته په سر هګۍ ماتې کړې.
د خلکو له ځورولو سره سره هغه ۳۸ ساعته ولاړ و او ادعا یې وکړه، چې نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
دا څرګنده نه ده، چې ایا نورمي د نړۍوال ریکارډ د رسمي ادعا کولو لپاره د نړۍوالو رېکارډونو کتاب ګېنس ته شواهد وړاندې کړي او که نه.