خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونه‌لري؟

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو له‌خوا د سرحدي پوستو له جوړولو ملاتړ کړی دی.

نوموړي د دوشنبې په ورځ (د کب ۲۰مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وروستیو نښتو ته په شارې زیاته کړې، چې ولې باید افغانستان دا ډول تاسیستات ونه‌لري.

خلیلزادلیکلي دي: «روانې نښتې له دې امله دي چې پاکستان غواړي د یوې نوې پوستې د جوړولو او د افغانستان له‌خوا د شته پوستې د پیاوړتیا مخنیوی وکړي.»

هغه د طالبانو له اقداماتو په ملاتړ سره څرګنده کړې ده: «پاکستان په خپل اړخ کې امنیتي پوستې لري. ولې باید افغانان په خپل هېواد کې داسې پوستې ونه‌لري؟»

ورته مهال، پاکستاني امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبانو نن (دوشنبه) د یوې پوستې د جوړولو کار له سره پیل کړ او زیاتوي، چې دا اقدام د پروني اوربند د هوکړې پر خلاف ترسره کېږي.

پرون په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه شوې ده.

دغې جرګې پرېکړه کړې، تر هغه چې پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو شخړه حل نه شي تورخم دروازه به تړلې پاتې وي.

د سرچینو په وینا، دروازې ته نږدې د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو په موخه د کرښې د دواړو خواوو قومي مشران، دیني عالمان او یو شمېر سوداګر په یوې جرګه کې سره راټول شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، دا خبرې اترې په ډیورنډ کرښه کې شوي چې د افغانستان له لوري په جرګه کې ۳۵ غړو او له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستان په استازیتوب ۲۲ کسانو برخه اخیستې وه.

د یادونې ده، چې د تورخم دروازه د روانې فېبرورۍ میاشتې له ۲۱مې راپدېخوا تړلې او لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو خواوو ترمنځ د نویو تاسیساتو پر سر اختلافات بلل کېږي.