د بښنې نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د «جنسیتي ځورونې» د پای ته رسېدو غوښتنه کوو

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، د ښځو په دې نړۍواله ورځ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «جنسیتي ځورونې» د پای ته رسولو غوښتونکي دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې نړۍ نور په افغانستان کې د ښځو پر روان وضعیت سترګې نشي پټولی او په دې برخه کې سمبولیک بیانونه کافي نه‌دي.
دغه سازمان زیاتوي، چې دوی په دې برخه کې د نړې د یو غوره اقدام غوښتونکي دي.
د دغه سازمان په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو له ۸۰ څخه ډېر سخت «ظالمانه» فرمانونه صادر کړي؛ ترڅو افغان ښځې له عامه ژوند څخه حذف کړي.
سازمان وړاندې کاږي، چې دغو فرمانونو شاوخوا ۱.۴ مېلیونه ښځې او نجونې له زده‌کړو، بنسټیزو ازادیو او په سیاست، قانون، سپورت او هنري برخو کې له هر ډول ګډونه بې برخې کړې دي.
د دغه سازمان د امریکا څانګې هم تېره ورځ د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) په مناسبت، د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي و، چې د طالبانو د سېسټماټیک ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
یاد سازمان ویلي و، طالبانو نه یوازې دا چې د تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې په سختو ځپونکو تګلارو سره یې ښځې او نجونې له ټولنې اېستلې او هغوی یې یوازې د ماشوم زېږولو او د کور چارو ته محدودې کړې دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې بیا ویلي و، چې په افغانستان کې یې د ښځو ټول حقونه د «شریعت» او افغاني کلتور سره سم ټینګ کړي دي.