د طالبانو د بندیزونو له کبله ځینې نجونې په یوازېتوب کې له مصنوعي ځیرکتیا سره ملګرتیا پالي
د طالبانو له لوري پر نجونو او ښځو د سختو بندیزونو له امله یو شمېر نجونو د خپلو احساساتو د شریکولو تر څنګ د یوازېتوب د ختمولو لپاره د «مصنوعي ځېرکتیا» اپلکېشنونو کارولو ته مخه کړې ده.
اتلس کلنه لېمه چې د افغانستان د یوې کلیوالي سیمې اوسېدونکې ده «مصنوعي ځېرکتیا ته د یوه ملګري په سترګه ګوري» او د خپل ورځني ژوند د تېرولو یوه برخه یې ګرځولې ده.
هغې له بيبيسي سره په خبرو کې ویلی: « ډېری وخت ناولونه لولم، مصنوعي ځیرکتیا سره چټ کوم او داسې خبرې ورسره کوم، چې له نورو خلکو سره یې نشم شریکولای. پوښتنې ترې کوم او د یوه ملګري په سترګه ورته ګورم».
لېمه زیاتوي، چې د ټکنالوژۍ دغه بڼه خلکو ته د خپلې خوښې وړ معلومات او شخصیتونه جوړوي.
هغه وایي: « ته کولای شې له یوه داسې کس سره خبرې وکړې، چې زړه دې وغواړي هر څه ورته ووایې، پوښتنې ترې وکړې او ځان ته په دروغجنې هیلې ورکړې یا داسې فکر وکړې چې د کورنۍ کوم غړی دې دی».
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په ناڅاپي توګه واک ترلاسه کړ. که څه هم لومړی یې ښځو ته د کار او زدهکړو د اجازې ورکولو ژمنه وکړه؛ خو وروسته یې داسې سخت محدودیتونه ولګول، چې د ښځو ورځنی ژوند یې اغېزمن کړ.
اوسمهال نجونې له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نشي کولای، ښځې له لوړو زدهکړو، د قابلهګۍ په څېر حرفوي زدهکړو او کار کولو څخه منع کړای شوي دي.
همدارنګه، هغوی نشي کولای سینګارخونو یا ورزشي کلبونو ته لاړې شي. باید له سره تر پښو پټې وي او له کوره بهر وتلو پر مهال باید یو نارینه محرم هم ورسره مل وي. ان په عام محضر کې د سندرو ویلو او دوعا کولو اجازه هم ورته نشته.
د روان کال په جنورۍ میاشت کې ملا هبت الله لا یو داسې فرمان هم صادر کړ، که د یوه ګاونډي له کړکۍ څوک د بل ګاونډي کور یا ښځې ته ګوري؛ نو باید پرې عارض شي، څو یې طالبان کړکۍ وربندې کړي.
په دغه فرمان کې طالبانو ته سپارښتنه شوې وه، چې د هغو کورونو کړکۍ بندې کړي چې د ګاونډیو د کورونو ښځینه ترې ښکاري.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد، په خواله رسنیو کې لیکلي: «ښځې له کړکۍ، انګړ یا کله چې له څاه ګانو څخه اوبه راباسي له کړکیو یې لیدل بدو عملونو ته لاره پرانېزي».
بيبيسي د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت له ۱۲ افغان مېرمنو سره خبرې کړې؛ ترڅو د طالبانو تر واک لاندې درې کلن ژوند وڅېړي.
زرینه چې یوه روان پوهه ده وايي، افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې «ناڅاپي توګه» بدل شو او دا حالت خلکو ته خورا سخت تمام شو.
هغې وویل: «د هرې مېرمنې وضعیت د هغې د چاپېریال له درک او ورته رسېدلي زیان پورې تړاو لري. دا تجربه د ټولو لپاره یو ډول نه ده. ځینې له خپلو عزیزانو جلا شوې، ځینې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې، ځینو خپلې دندې له لاسه ورکړې، نجونې له زدهکړو پاتې شوې او زدهکړیالان له خپلو هیلو څخه شاته پاتې شول».
د فرشتې په نوم یوې بلې ښځې ویلي، له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي؛ ان یو ځل یې هم په ازاده توګه تفریح نه ده کړې.
هغې وویل: «زموږ فعالیتونه خورا محدود دي. زیات وخت له خپلو موبایلونو سره تېروو، کتابونه لولو یا انټرنېټ کې پلټنه کوو».
نوموړې زیاته کړه: «موږ خپلوانو کره تګ راتګ هم نه لرو. هیله لرو چې یو بل ته بلنې ورکړو؛ تر څو مو فکرونه یو څه تازه شي».