د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ: د طالبانو رژیم باید ړنګ او پر ځای یې ډېموکراتيک حکومت جوړ شي
په اسلام اباد کې د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ غړي وایي، چې د طالبانو رژیم باید ړنګ او پر ځای یې د خلکو او ډېموکراتیک حکومت جوړ شي. د دوی په خبره، نړۍ د دې ترڅنګ چې افغان ښځې یوازې پریښي، هېرې کړې یې هم دي.
دغو مېرمنو د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت وویل، چې په افغانستان کې ښځې د خپل ژوند له یوه تر ټولو تور تاریخي دور څخه تېرېږي.
د افغان ښځو د همغږۍ بنسټ غړې یاسمین نبي زاده افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «موږ، افغان مېرمنې اعلان کوو، چې هېڅکله به تسلیم نه شو! موږ د ژوند، زده کړې، کار او د ځان بسیاینې د حق لپاره مبارزه کوو او له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د طالبانو د ظلم په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي».
یادو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو د رژيم د ړنګېدو او په د ډېموګراتيک حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، داسې نظام باید رامنځته شي چې د عدالت، اساسي ازادیو او د جنسیت برابرۍ ته ژمن وي او د طالبانو له رانسکورېدو وروسته په ټولو اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د کار حق باید تامین شي.
دوی دغه راز زیاتوي، چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه باید له تبعیض پرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.
د یاد بنسټ یوې بلې غړې فریده راقي صوفي زاده په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تلو منع شوي، په زرګونو ښځې له دندو ګوښه شوي او د ښځو لاريونونه په بې رحمانه ډول ځپل شوي، نيول شوي، شکنجه شوي، جبري اعترافونه او جنسي تيري پرې شوي دي، خو بیا هم افغان مېرمنې د ازادۍ، برابرۍ، عدالت او ډېموکراسۍ لپاره مبارزې ته دوام ورکوي».
دغو مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نیول شویو افغان ښځو او مدني فعالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، د ښځو له اساسي حقونو څخه انکار د افغانستان راتلونکې تباه کوي او هېڅ هېواد د ښځو له شتون او مشارکت پرته ثبات او پرمختګ نشي کولای.
یادو مېرمنو له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه وکړه، چې د افغان مېرمنو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو د بیا واکمنېدو سره په افغانستان دغې ډلې په ښځو سخت قوانین وضع کړي، د دوی پر وړاندې یې د زده کړو دروازې تړلي، د کار او سیاسي ګډون مخه یې نیولې او همدا ډول د تفریح او سفر په برخه کې پرې سخت محدودیتونه وضع شوي دي.
د طالبانو دغه چاره په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبرګونو سره مخ شوې، خو دغو غبرګونو د طالبانو دریځ نرم نشو کړی.