د قطر لومړی وزیر: د بوشهر پر اټومي بټۍ برید به ناوړه پایلې ولري

د قطر لومړي وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمان ال ثاني په یوه مرکه کې ویلي، چې د بوشهر پر اټومي بټۍ برید به ناوړه پایلې ولري. هغه وایي، چې په دغه ډول برید سره نه یوازې ایران او قطر بلکې ټوله به سیمه اغېزمنه شي.

نوموړي د فاکس نیوز له پخواني کوربه ټوکر کارلسون سره په مرکه کې پر ایران د احتمالي برید او فارس خلیج د هېوادونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« د بوشهر پر اټومي بټۍ د برید په صورت کې؛ چې یاده بټۍ دوحې ته نږدې پرته ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې اوبه په بشپړه توګه په راډیو اکټیف موادو ککړې کړي او کېدای شي، قطر په درېیو ورځو کې د خپلو اوبو زېرمې له لاسه ورکړي. موږ د خپل هېواد د اوبو د زېرمو ظرفیت لوړ کړی دی؛ خو حقیقت دا دی، چې له داسې پېښې سره به قطر، کویټ او امارات اغېزمن شي او خپلو خلکو ته به د اوبو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ شي.»

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د کارلسون د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب د احتمال په اړه د ډیپلوماټیک حل موندل اړین دي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې قطر د هر ډول پوځي اقدام ملاتړ نه کوي.

هغه وړاندې ویلي:« زه فکر کوم چې موږ باید دواړه اړخونه خبرو ته کېنوو او که هرڅه د نړۍوالو معیارونو سره سم ترسره شي، زه هیڅ کوم لامل نه وینم، چې هوکړې ته ونه رسېږي.»

دغه قطري لوړپوړي چارواکی د ایران پر وړاندې د پراخو بندیزونو په اړه ویلي، بندیزونو په ټولیز ډول عامه خلکو ته تاوان رسولی دی او د مهمو مسلو په حل کې یې هیڅ پایله نه لرله.

د قطر لومړي وزیر دارنګه ویلي:« په تېرو لسو کلونو کې ما په ډېرو هېوادونو کې بندیزونه لیدلي او زه پر دې باوري یم، چې د دغو بندیزونو څخه کومه پایله نده ترلاسه شوې.»

د قطر لومړي وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ادعا وکړه، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د هوايي برید په برخه کې د ګډون او یا تصویبولو لپاره د سپینې ماڼۍ او د امریکا د کانګرس ډېر فشارونه شته؛ خو هغه ټینګار وکړ چې سیمه په لویه کچه جګړه کې نه غواړي.

هغه همدا راز زیاته کړه:« د اټومي وسلو درلودل د سیمې د هېڅ هېواد لپاره د نه منلو وړ نه دي او موږ یې ملاتړ نه کوو.»

په تېرو کلونو کې قطر په سیمه کې د یوه مهم ډیپلوماټیک ځواک په توګه خپل دریځ پیاوړی کړی او د ایران او امریکا ترمنځ په مهمو مسلو کې منځګړیتوب کوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هېواد چمتو دی د ایران له اسلامی جمهوریت سره د خبرو اترو لپاره له امریکا سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي:« قطر تل په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت په لټه کې دی او موږ چمتو یو، چې د امریکا او ایران ترمنځ د هر ډول خبرو اترو د اسانتیا لپاره رول ولوبوو.»

د قطر لومړی وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې علي خامنه‌يي ته یې یو لیک استولی دی.

هغه بیا په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې منلې، چې د ایران د اټومي مسلې په اړه خبرې اترې وروستي پړاو ته رسېدلې دي او دغه ستونزه به یا د خبرو اترو او یا هم د پوځي اقدام له لارې هواره شي.