سنډې ګارډین: پاکستان پر طالبانو د نفوذ کمېدو له امله کشمیري جهادي ډلو ته مخه کړې

د پاکستان د طالبانو غورځنګ پخوانی ویاند وايي، پاکستان خپله پالیسي بېرته پخوانیو ناکامو تګلارو ته ګرځوي، چې د کشمیر په شخړه کې د جهادي ډلو کارول پکې شامل دي.

احسان الله احسان د هند سنډې ګارډین ته په یوه مقاله کې لیکلي « د پاکستان په پالیسو کې یو خطرناک بدلون رامنځته شوی، دولت د خپلو جیوپولیټیکي موخو لپاره په رسمي ډول د نیابتي جهادي ډلو د بیا فعالولو اسانتیا برابروي».

نوموړی په دې مقاله کې وايي، «پاکستان پخوانیو جهادي سازمانونو، لکه لشکر طیبه او جیش محمد ته لارښوونه کړې، چې په کشمیر کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي. دا اوپه افغانستان کې د نیابتي ډلې په توګه دداعش ګومارل، د پاکستان د ستراتیژیکو ناکامیو تسلسل ښکاري».

احسان وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کړې په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي، خو اوس د طالبانو او هند نږدېوالی د اسلام اباد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.

احسان الله احسان زیاتوي، له هغه وروسته چې هند د کشمیر ځانګړی حیثیت لغوکړ، پاکستان ته د کشمیري مقاومت دوام لا ډېر ستونزمن شوی اوپه دې شرایطو کې، اسلام‌اباد یو ځل بیا جهادي ډلو ته مخه کړې، چې دده په باور، په کشمیر کې وسله‌وال فعالیتونه وغځوي او پر هند فشار راوړي.

د طالبانو دغه پخوانی چارواکی، چې اوس د افغان طالبانو په ملاتړ لیکنې کوي، وايي، پاکستان له یو پلوه له سختو دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه، چې اوس یې له داعش سره د ارتباط ادعاوې هم پکې شاملې دي، نور هم ډېر شوي دي.

نوموړی وايي، «د دې حالت په مقابل کې اسلام‌اباد غواړي د لشکر طیبه او جیش محمد په څېر ډلې بېرته فعاله کړي، څو له خپلو داخلي ناکامیو او نړیوالو نیوکو پام بل لور ته واړوي».

نوموړی وايي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې داعش د یوې نیابتي وسلې په توګه په افغانستان کې کارولې، څو پر طالبانو فشار راوړي او په سیمه کې ګډوډي رامنځته کړي.

د پاکستاني طالبانو یاد پخوانی ویاند وايي، په پاکستان کې د بهرني سیاست په جوړولو کې د پوځ او اسټبلشمنټ رول تل غالب پاتې شوی او دا پالیسۍ ډېر وخت د ملي ګټو پر ځای د یوې ځانګړې ډلې د مالي او ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ طرح شوې دي.