د طالبانو امربالمعروف وزارت: په تېرو شلو کلونو کې د ښځو له حقونو سیاسي استفاده شوې ده

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر ادعا کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې د ښځو له حقونو سیاسي استفاده شوې ده. هغه وايي، چې دغه لړۍ لا هم د ځينو نړۍوالو موسسو او هېوادونو له‌خوا دوام لري.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پر اېکس پاڼه د نوموړي یو غږیز پیغام خپور کړی چې پکې یې ویلي، د دوی تر واک لاندې ادارو کې افغان مېرمنې له خپلو ټولو شرعي حقوقو برخمنې دي.

د هغه په وینا، د ښځو د حقوقو تر نامه لاندې متعصبې کړۍ په افغانستان کې د بهرنیو کلتورونو او تمدن د دودولو هڅه کوي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سیدي د طالب ویاند څرګندونو ته په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي دي، طالبان غواړي چې په دې خبرو سره د افغان مېرمنو پر وړاندې ترسره کړی جنایتونه پټ کړي.

هغه زیاتوي، چې د ښځو حقونه د بهرنیو کلتورونو او تمدنونو سره هېڅ تړاو نلري،؛ بلکې دا د بشري حقونو او عدالت یوه مهمه برخه ده.

همداشان د بشر حقونو یوه بله فعاله ندا افغان وایي، دا د طالبانو له‌خوا تش تبلیغ دي چې ورسره غواړي د نړۍوالو پام ځانته واړوي.

د هغې په وینا، د طالبانو د کړنې او د ښځو د حقونو په اړه د هغوی څرګندونې له واقعیته لرې دي.

ندا افغان، ټینګار کوي، چې د ښځو حقونو په اړه پوهاوی باید د ټولنې په ټولو برخو کې پراخ شي؛ ترڅو ښځې خپل حقونه وپېژني او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي.

خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دغې ډلې پر ښځو لسګونه فرمانونه صادر کړي؛ نجونې او ښځې یې له زده‌کړو، له سیاسي ګډون او ان له اقتصادي فعالیتونو هم بې برخې کړې او ان پر شپږم ټولګي پورته نجونو یې د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې وتړلې.