د اتلانو جام پایلوبه؛ هند نن د نیوزېلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي
د اتلانو جام پایلوبه کې نن د هند او نیوزېلنډ لوبډلې د دغه جام ګټلو لپاره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه په دوبۍ نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیلېږي.
د لوبې د وړاندوینې له مخې، هند د دغه لوبې د ګټلو ۶۸ سلنه او نیوزیلنډ بیا ۳۲ سلنه چانس لري.
په روان اتلانو جام سیالیو کې دغه دواړه لوبډلې په اې ګروپ کې همډله وې، چې په نیمه پایلوبو کې وتوانېدې په ډېرو امتیازونو او بریاوو سره د دغه جام پایلوبې ته لار ومومي.
په اتلانو جام سیالیو کې اتو لوبډلو برخه لرله؛ خو یوازې څلور لوبډلې هند، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سوېلي افریقا وتوانېدې، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
انګلنډ لوبډله په دغه جام ونتوانېده، چې کومه بریا خپله کړي او په نوملړ کې ترټولو وروستي کتار کې راغلې ده.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې هم د لومړي ځل لپاره د دغو سیالیو برخه و.
دغه لوبې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوې وې، چې نن به د دغه جام له ګټلو وروسته پای ته ورسېږي.