هند د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اتلانو جام اتلولي وګټله
هند کرېکټ لوبډلې د نیوزیلنډ لوبډلې ته په پایلوبه کې د څلور وېکټو په توپير ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د کرېکټ اتلانو جام اتلولي یې وګټله.
د کرېکټ اتلانو جام د پایلوبې پچه د نیوزیلنډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د نیوزیلنډ لوبډلې د پنځوس اورونو په لوبولو او د ۷ وېکټو په زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف ورکړ.
په توپ وهنه کې د نیوزیلنډ په ګټه ډاریل میچل ۶۳، مایکل بریسول ۵۳، راچین راویندرا ۳۷ او ګلین فیلیپس ۳۴ تر نورو لوبغاړو ډیرې منډې جوړې کړې.
د هند لوبډلې د سیالې لوبډلې له لوري ورکول شوی هدف د لوبډلمشر روهیت شرما د ۷۶، شریاس ایېر ۴۸، کې اېل راهول ۳۴ او شوبمان ګېل د ۳۱ منډو په مټ د لوبې په وروستې اور کې پوره او د اتلانو جام اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د هند لوبډلې له ۱۲ کلونو وروسته د کرېکټ د اتلانو جام اتلولي وګټله.هند په ۲۰۱۳ کې هم د اتلانو جام اتلولي ګټلې وه.
د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه د هند د کرېکټ لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.
هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړېوال جام اتلولي هم په خپل نوم کړې.