عمان کې د ډیپورټ سره مخ افغان زدهکړیالانې؛امریکا یې د لوړو زدهکړو مالي ملاتړ پایته رسولی
بيبيسي راپور ورکړی، چې له ۸۰ ډېرې هغه افغان نجونې چې د طالبانو له وېرې يې د زدهکړو لپاره عمان ته پناه وړې وه؛ اوس د امريکا د حکومت لهخوا د مرستو له بندېدو وروسته افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغو ښځو د امريکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) لهخوا د ورکړل شویو بورسونو پر مټ په عمان کې زدهکړې کولې؛ خو سږ کال د جنورۍ په میاشت کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ناڅاپي توګه د مرستو د بندېدو له کبله دوی هم زیانمنې شوې او ورته ویل شوي، چې مالي ملاتړ یې ختم شوی دی.
یوه افغان زدهکړیاله چې د طالبانو له وېرې يې نه غوښتل نوم واخیستل شي؛ بيبيسي ته ویلي:« زموږ زړونه مات شول، ټولې حيرانې یو او خپه یو او ژاړو. موږ ته ويل شوي، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به افغانستان ته ولېږل شو».
طالبانو چې نږدې څلور کاله مخکې يې واک ترلاسه کړ، پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي چې پکې له پوهنتونونو څخه د نجونو منع کول هم شامل دي.
سره له دې چې د امريکا د بهرنیو مرستو د بندېدو پرېکړه له حقوقي خنډونو سره مخ شوې؛ خو لا هم زرګونه بشر دوستانه پروګرامونه په ټوله نړۍ کې درول شوي او سپينې ماڼۍ د USAID له تړلو وروسته مېلیاردونه ډالره مرستې بندې کړې دي.
افغان زدهکړیالانې چې اوس په عمان کې دي وايي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د دوی چمتووالی روان دی او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې «سمدلاسه دې د دوی د ژغورنې لپاره اقدام وکړي».
بيبيسي هغه برېښنالیکونه هم ترلاسه کړي، چې ۸۲ زدهکړیالانو ته لېږل شوي او پکې راغلي چې د USAID د بودجې بندېدو له امله یې د زدهکړو بورسونه لغوه شوي دي.
په دغو برېښنالیکونو کې منل شوې، چې دا خبر «ډېر نهيلي کوونکی او اندېښمنوونکی» دی او له افغانستانه د ستنېدو ترتیبات هم پکې یاد شوي چې دې حالت د دغو ښځینه زدهکړیالانو ترمنځ وېره خوره کړې ده.
یوه بله محصله وايي: «موږ سمدستي ساتنې، مالي مرستې او داسې فرصت ته اړتیا لرو چې موږ ته په يو خوندي هېواد کې د زدهکړو دوام ته لار هواره کړي».
د امریکا د پراختیایي ادراې د رسنیز دفتر وېبپاڼه لا هم بنده ده او بيبيسي د رسمي غبرګون لپاره د امريکا له بهرنيو چارو وزارت سره اړیکه نيولې ده؛ خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
هغه افغان نجونې چې اوس له عمانه افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي؛ «د ښځو بورس صندوق» تر پروګرام تر چتر لاندې یې لوړې زدهکړې کولې او USAID دغه پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې پیل کړی و.
دې پروګرام کې افغان ښځو ته بورسونه ورکول کېدل؛ تر څو د ساینس، ټکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضياتو په برخو کې زدهکړې وکړي.
دا هغه برخې دي، چې طالبانو اوس نجونو ته د نورو پوهنتوني زدهکړو په څېر په بشپړه توګه منع اعلان کړي دي.
له دې نجونو سره له تېرو دوو اونیو راهيسې اړيکه نيول شوې او ورته ويل شوي، چې د دوی بورسونه لغوه شوي دي.
یوه بله زدهکړیاله وايي: «احساس مې کاوه، چې هر څه رانه واخيستل شول. دا زما د ژوند تر ټولو بده شېبه وه. اوس زه تر سخت ذهني فشار لاندې یم».
اکثره دغه نجونې چې شاوخوا ۲۰ کلنۍ کې دي، په ۲۰۲۱ کال کې مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي د دې بورسونو لپاره وړ بلل شوې.
د دوی له ډلې ډېری هغو یې تر دې مخکې په افغانستان کې زدهکړې کولې؛ خو طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته پر نجونو د لوړو زدهکړو بندیزونه ولګول او دوی هم خپل هېواد کې له زدهکړو بې برخې شوې.
په افغانستان کې له ۱۸ میاشتو بې برخلیکۍ وروسته دې نجونو ويلي، چې تېر کال په سپټمبر کې پاکستان ته ولاړې او له هماغه ځایه بیا د امریکا د پراختیایي ادراې په مرسته یې د عمان ویزې ترلاسه کړې او د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې یې عمان ته د زدهکړو لپاره ورسېدې.
یوه بله زدهکړیاله د نوم نه ښودو په شرط وايي: «که موږ بېرته واستوي؛ نو له سختو پایلو سره به مخ شو. دا به زموږ د خوبونو ختمېدل وي. موږ به نور زدهکړې نشو کولی او زموږ کورنۍ ښايي موږ ودولو ته اړې کړي. ډېری مو له پخوا راهیسې د خپلو فعالیتونو او اړیکو له امله له شخصي ګواښ سره مخ يو».
طالبانو هغه کسان او ښځې نیولي، چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار د حقونو په ملاتړ یې په هېواد کې لاریونونه کړي دي. ځینې یې ګواښلې او سخت شکنجه کړې هم دي.
بيبيسي باور لري، چې ښځې اوس په افغانستان کې ځانونه «خوځېدونکي مړي» بولي او د طالبانو د سختو تګلارو تر سیوري لاندې ژوند کوي.
طالبانو په وار وار ویلي، چې د ښځو د زدهکړو ستونزه حل کوي؛ خو د خپل مشر له پرېکړو دفاع کوي او ادعا کوي چې دا اقدامات «د اسلامي شریعت له مخې» دي.
یوې زدهکړیالې وویل: «افغانستان د جنسیتي تبعیض تر یوه سخت حالت تېرېږي، چېرې چې ښځې عمداً له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زدهکړو، بې برخې کېږي».
هغې زیاته کړه، دوی او ملګرې یې عمان ته ځکه تللې وې چې ورکړل شویو بورسونو يې بايد تر ۲۰۲۸ کال پورې د دوی د زدهکړو لګښتونه پوره کړي وای.
هغې زياته کړه: «کله چې دلته راغلو، زموږ مالي ملاتړو موږ ته وويل، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې رخصتیو يا د کورنۍ ليدو لپاره افغانستان ته مه ځئ، ځکه هلته امن نه دی؛ خو اوس راته وايي چې بېرته لاړ شئ».
تېره مياشت د سپينې ماڼۍ د وياند مرستيالې انا کلی طالبان ملامت کړل، چې د ښځو لپاره يې «منځنيو پېړيو» شریعت پلي کړی او واشنګټن پوسټ ته يې وويل: «افغان ښځې د جو بايډن د ناورین زېږوونکي وتل کېدو له امله رنځ وړي».
دا پرېکړه چې د امريکا بهرني مرستې بندې شي، د ټرمپ حکومت کړې او د «دولت موثريت دفتر» لهخوا چې اېلان ماسک يې مشري کوي پلې شوې ده.
اوس دغه افغان نجونې له يوه تياره راتلونکي سره مخ دي او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره هڅه کوي؛ تر څو له دې مخکې چې اوبه ورته تېرې شي، یوه حل لاره ومومي.