پاریس کې تېره شپه د ایفل برج څراغونه د افغان ښځو په ملاتړ روښانه شوي وو
د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت تېره شپه د فرانسې په پاریس ښار کې د ایفل برج د افغان ښځو د ملاتړ په موخه څراغونه روښانه کړي وو او په پنځه ژبو یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
پر ایفل برج په پښتو، فارسي، فرانسوي، انګلیسي او عربي ژبو باندې د «افغان ښځې» کلیمه لیکل شوې وه او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغان ښځو د روانو بندیزونو خلاف یې د فرانسې د ملاتړ ښکارندویې کوله.
ایفل برج د پاریس له مشهورو نښانو څخه دی، چې هر کال ترې مېلیونونه سېلانیان لیدنه کوي. د دغه پېغام د خپرېدو موخه دا وه؛ څو د نړۍ پام د افغان ښځو روان وضعیت او ناورین ته ور واړوي.
دغه سمبولیک ګام په داسې حال کې پورته شو، چې افغان ښځې له خپلو بنسټیزو او مدني حقونو بې برخې شوې دي.
د بشري حقونو سازمانونه وايي، طالبان د جنسیتي تبعیض (اپارټایډ) پالنه کوي او ښځې یې له ټولنې په بشپړه توګه د خپلو سختدریځو بندیزونو له کبله اېستلې دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د ښځو د بندیزونو په تړاو لسګونه فرمانونه صادر کړي او د دغه ډلې مشر ملاهبت الله د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې د نجونو د زدهکړو تر څنګ د ښځو پر کار هم بندیزونه لګولي دي.
د بشري حقونو ملاتړو په ځانګړي ډول افغان فعالانو د مارچ اتمې په مناسبت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې غونډې وکړې او د طالبانو د بندیزونو پر ضد یې د لاریونونو سربېره خبرپاڼې هم خپرې کړې.
ډېری افغان ښځینه فعالانو اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان د نجونو او ښځو لپاره په یوه زندان بدل شوی چې یوازې د خپلو کورونو تر دېوالونو پورې محدودې پاتې شوې دي.
افغانانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري پر ښځو او نجونو روان بندیزونه د هغه شخصي طبعیت وباله چې د انساني قوانینو تر څنګ له اسلامي شریعت سره یې هم دغه بندیزونه په ټکر کې وبلل شول.