د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکه: د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښځو حقونه تضمین نهدي
د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، افغان مېرمنې او نجونې په دې ښه پوهېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېڅ ډول حقونو ضمانت نه کېږي.
دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلی:« موږ د طالبانو په رژیم کې د زدهکړو، کار او ازادۍ غوښتنه نه کوو؛ ځکه دا نظام مشروع نه دی او بنسټ یې په بدمرغۍ، تبعیض او ظلم ولاړ دی. زموږ هیله د یوه مشروع، ټولګډونه او د عادلانه نظام رامنځته کول دي.»
خبرپاڼه زیاتوي، طالبان یوازې د ښځو دښمنان نه دي؛ بلکې دوی د افغانستان ټول خلک یرغمل کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ جبري کډوالي زیاته شوې، مېلیونونه کورنۍ د فقر او لوږې سره مخ دي، د بیان ازادي تر پښو لاندې شوې او هېواد په یو لوی سرخلاصي زندان بدل شوی دی.
د ښځو د حقونو دغه شبکه وایي، دغه وضعیت د طالبانو د حکومت او د هغوی د جنایتونو په وړاندې د نړۍوالې ټولنې د چوپتیا مستقیمه پایله ده.
دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې هیڅ هېواد باید داسې رژیم په رسمیت ونه پېژني، چې ښځې یې له بنسټیزو بشري حقونو بې برخې کړې وي. طالبان باید په بشپړ ډول سیاسي او اقتصادي انزوا ته واچول شي او له هر ډول نړۍوال سفر او تعامل څخه دې ډډه وشي.
یادې شبکې په نړۍوالو محکمو غږ کړی، چې د طالبانو مشران باید د هغوی د بشریت ضد جنایتونو په له امله محاکمه شي.
د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت شبکې مشرې ترنم سیدي افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، افغان ښځې د شته ګواښونو سره، سره د خپلو حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه وایي:« دغه ورځ زموږ لپاره یو فرصت دی، چې پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو فشار زیات کړو.»
سږکال د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې نږدې څلور کاله کېږي په افغانستان کې طالبانو د افغان مېرمنو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو ورسته پر ښځو یو لړ بندېزونو ولګول، نجونې یې له زدهکړو محرومې کړې او ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې او پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې وتړلې.