د بیان ازادۍ کور: د طالبانو د بندیزونو له کبله ۸۶‌سلنه ښځینه خبریالانې بې دندې شوې

د بیان ازادۍ کور په نوم د افغان خبریالانو د ملاتړ یو سازمان د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت خبر ورکړی، چې د طالبانو د بندیزونو له کبله په هېواد کې ۸۶سلنه ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړې دي.

یاد بنسټ وایي، چې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله په رسنیو کې په ازاده توګه د ښځینه خبریالانو د فعالیت او کار مخه ډب شوې ده.

د بیان ازادۍ کور باور لري، چې د افغانستان په نږدې نیمایي ولایتونو کې اوس‌مهال هېڅ ښځینه خبریاله کار نه کوي.

د خبریالانو د ملاتړ دغه بنسټ زیاتوي، چې طالبانو پر ښځینه خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي؛ هغوی یې تر وېرې او ځپنې لاندې راوستې دي.

راپور کې راغلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې نیول شوې، شکنجه شوې او چوپتیا ته اړ اېستل شوې دي.

د یاد بنسټ په وینا، اوس‌مهال ښځینه خبریالانې له اقتصادي ستونزو، رواني فشارونو او وېرې سره مبارزه کوي.

سره له دې د بیان ازادۍ کور ټینګار کوي، چې د سختو شرایطو سره، سره ګڼ شمېر افغان ښځینه خبریالانې لا هم له هېواده بهر خپل فعالیت ته دوام ورکوي او د هېواد دننه له خپلو همکارانو سره ولاړې دي.

طالبانو په خپله واکمنۍ کې رسنۍ تر سختو محدودیتونو او بندیزونو لاندې راوستې دي.

د دوی د واکمنۍ له پیله لسګونه رسنۍ تړل شوې او سلګونه خبریالان اړ شوي، چې هېواد پرېږدي.

طالبانو سانسور ته زور ورکړی او د معلوماتو ته پر لاسرسي یې کلک بندیزونه لګولي.

دا مهال یو شمېر خبریالان د طالبانو په زندانونو کې هم بندیان دي.

د راپورونو له مخې، په کابل کې فعاله رسنۍ په ازاده توګه سیاسي خپرونې او خبرونه نشي خپرولای.

په یو شمېر رسنیو کې طالبانو خپل کسان ګومارلي او د هغوی تر څار او سانسور وروسته رسنۍ خپلې خپرونې خپروي.

له تېرو درې اونیو راهیسې په کابل کې طالبانو پرېکړه کړې وه، چې په رسنیو کې سیاسي بحثونه بند کړي؛ خو تېره اونۍ یې په مشروط ډول د بیا پیلېدو اجازه ورکړې او ورته یې په ډاګه ویلي، چې کېدونکي سیاسي خپرونو کې باید د طالبانو په ملاتړ بحثونه وشي.

د طالبانو له لوري له ګواښ سره مخ یو شمېر هغه افغان خبریالان چې ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران ته کډوال شوي له سختو امنیتي، اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي.

په دغو هېوادونو کې مېشت افغان خبریالان افغانستان ته د اېستل کېدو د ګواښ تر څنګ له نامعلوم برخلیک سره هم مخ دي.