د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ګرینلنډ ته په ماتې ورکولو درېیم مقام ګټلی
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو په انټرکانټنینټل جام سیالیو کې ګرینلنډ ته ماتې ورکړې، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې یې د ایران پروړاندې لوبه بایللې وه.
د فوټسال ملي لوبډلې د ګرینلنډ په وړاندې د پنالټي شوټ په ګټلو سره د انټرکانټنینټل جام سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د برازیل هېواد په کوربه توب ترسره شوې.
تر دې وړاندې افغان فوټسال ملي لوبډلې له ایران او برازیل سره په سیالیو کې ماتې تجربه کړې وې.
همدا د فوټبال فډارسیون خبر ورکړی، چې د اسيا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام ۲۰۲۵ ته د چمتووالي او ګډون لپاره د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبغاړو روزنه پیل کړې.
د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په سي ګروپ کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا سره ده.
د اسیا د ساحلي فوټبال د ملتونو جام به د روان کال د مارچ په ۲۰مه د تایلنډ په کوربه توب پیل شي.