په تورخم کې ځايي قومي جرګې د دوه ورځو لپاره پر اوربند هوکړه کړې
په تورخم کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کرښې دواړو خواوو ولسونو او سوداګرو استازو ترمنځ د جرګې لومړۍ غونډه پای ته ورسېده او د مارچ تر ۱۱مې پر اوربند هوکړه وشوه. جرګې پرېکړه کړې چې ترڅو پر ډیورنډ کرښه د تاسیساتو شخړه حل نه شي تورخم به تړلی وي.
په تورخم کې ځايي سرچینې وايي چې دروازې ته نږدې د ترینګلتیا پای ته رسولو لپاره د کرښې د دواړو خواوو قومي مشران، دیني عالمان او یو شمېر سوداګر په یوه جرګه کې سره راټول شول.
د سرچینو په وینا، دغه خبرې اترې په ډیورنډ کرښه کې ترسره شوې چې د افغانستان له لوري په جرګه کې ۳۵ غړو او له ډیورنډ کرښې پورې د پاکستان په استازیتوب۲۲ تنو ګډون کړی و.
امنیتي سرچینې وایي، چې د جرګې برخه والو پر کرښه د شخړې اړوند موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.
د سرچینو په باور، د جرګې غړي د طالبانو د امنیتي ځواکونو د هغو تاسیساتو ارزونه کوي، چې د شخړې لامل ګرځېدلي او ترڅو چې د تاسیساتو پر سر راپورته شوې شخړه حل نه وي تر هغه به تورخم دروازه د تګ او راتګ او سوداګرۍ پرمخ تړلې وي.
دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د لانجمنو سیمو له ارزونې وروسته به د تورخم سوداګریزه لاره بېرته پرانستل شي.
تر دې وړاندې د فبروري پر ۲۴مه او د مارچ پر ۳مه شوې خبرې ناکامې شوې، چې وروسته په ډیورنډ کرښه کې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې، خو دا ځل ترسره کېدونکې جرګه د ترینګلتیاوو د کمولو او د ستونزې د حل لپاره مهمه هڅه بلل کېږي.
د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې تړلې ده، چې لامل یې پر ډیورنډ کرښه د دواړو خواوو ترمنځ د نویو تاسیساتو پر سر اختلافات دي.