مولانا فضل الرحمان: کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه بلکې ترهګري ده
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د حقانیه مدرسې د مشر حامدالحق حقاني له وژل کیدو وروسته لومړی ځل یادې مدرسې ته ورغلی او په دې مدرسه کې یې ځانمرکی برید غندلی دی. مولانا فضل الرحمان وايي، «کوم ټوپک چې د اسلام خلاف کاریږي هغه جهاد نه دی بلکې ترهګري ده».
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند رسنیز دفتر د مولانا فضل الرحمان په حواله لیکلي چې نوموړي ویلي، «د حقانيه مدرسې پر مشر حامدالحق حقاني برید زما په کور او مدرسې برید دی».
مولانا فضل الرحمان وویل:«مولانا حامدالحق یو بې ضرره دیني عالم و، له حقانيه سره یې تړاو جرم و».
مولانا فضل الرحمان د خپلې وینا په یوه برخه کې وايي چې حضرت محمد «ص» په یوه حدیث کې ویلي دي چې د انسان وینه د الله له کور څخه غوره ده.
مولانا فضل الرحمن وايي چې دوه ورځې وړاندې هم په بلوچستان کې د تراویح د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې یو دیني عالم په نښه شو. هغه زیاتوي چې دا تور توپان دی، راځي او تېرېږي، خو دا مدرسې به پاتې وي.
د مولانا فضل الرحمان په باور، هغه کسان چې داسې اعمال ترسره کوي ظالمان او ترهګر دي. نوموړی زیاتوي، «ایا زه باید خپل ښوونکي ته شهید ووایم او قاتل ته هم مجاهد ووایم؟ دا نه شي کېدای.»
مولانا فضل الرحمان په ټینګار سره وویل چې دا مدرسې، جوماتونه او علماء به ژوندي او خوندي پاتې شي او دښمن به پښېمانه وي.
تر اوسه کومې ډلې په پښتونخوا کې د اکوړه خټک حقانیه مدرسې پر جومات د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
مولا فضل الرحمان په داسې حال کې په پاکستان کې دغه بریدونه ترهګري ګڼي، چې نوموړي او « دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک» له دې وړاندې په افغانستان کې د جمهوري دولت خلاف د طالبانو د وسله والو جګړو او ځانمرګو بریدونو ټینګ ملاتړ کاوه، چې ډېری وخت پکې ملکي کسان، دیني عالمان او جوماتونه په نښه کېدل.