ایراني چارواکي وايي «شپږ ډوله افغان کډوال» په ایران کې پاتې کیدای شي
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ادارې ویلي، چې د تېر حکومت د دولتي کارکوونکو او نظامیانو په ګډون په شپږو کټګوریو کې افغان کډوال کولی شي په ایران کې پاتې شي.
د ایران رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو ریاست عمومي رییس نادر یار احمدي له قوله راپور ورکړی، چې ایران په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره تګلاره جوړه کړې.
د ایران د کورنو چارو وزارت د یادې تګلاري د عملي کېدو لپاره د افغان کډوالو سرشمېرنه کوي.
نادر یاراحمدي وايي:«د سرشمیرنې په فورمه کې په هیواد کې د کډوالو د شتون د قانوني کیدو لپاره د دې ډلې د برخلیک ټاکلو اړتیا ته په پام د لوړې کچې تصویبونو پراساس یو اجرایوي لارښود چمتو شوی دی. د دې لارښود پراساس او د مسولو ادارو په اختیار کې موږ د هغو کډوالو لپاره یو میکانیزم تعریف کړی چې خپل هېواد ته نه شي ستنېدای.»
نوموړی وايي، هغه افغانان چې په غیر قانوني ډول په ایران کې اوسیږي، بېرته دې خپل هېواد ته ستانه شي او دوی کولای شي، بیا ځلې په قانوني ډول ایران ته داخل شي.
احمدي په ایران کې د شپږ ډوله کډوالو پاتې کېدو ته په اشاره وویل:« لومړۍ ډله هغه جوړه (خاوند او میرمن) چې یو له دوی د ایران د کډوالۍ کارت ولري او یو یې هم د سرشمیرنې سند ولري. په دویمه ډله کې هغه کسان شامل دي چې خاوند یا میرمن د سرشمېرنې سند ولري او یا یې هم د کډوالۍ کارت لپاره نوم لیکنه کړې وي او یا هم د دوی اولادونو څخه یو یې د سرشمېرنې سند ولري.»
د دغو کډوالو درېیمه ډله هغه کسان دې چې پاسپورټ او فعاله ویزه ولري. څلورمه ډله هغه کسان دې چې د کار د جواز کارت ولري او د سرشمېرنې قانوني سند هم ترلاسه کولی شي.
احمدي وايي:«دا کسان کولای شي د قانوني سند ترلاسه کولو وروسته په ایران کې خپلو دندو ته دوام ورکړي.»
د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو د ریاست عمومي رییس وايي، په پنځمه ډله کې د تېر حکومت پخواني دولتي کارکوونکي او نظامیان شامل دي او شپږمه ډله کې هغه کسان شامل دي غواړي خپل پخوانی تابعیت لغو کړي او د ایران تابعیت واخلي.
سره له دې چې نږدې هره ورځ لسګونه کسان له ایران څخه په جبري ډول او خپله خوښه هېواد ته راستنېږي خو د ایران د کورنیو چارو وزارت دا نه ده په ډاګه کړي، چې په قانوني ډول د پاتې کېدو دغه تګلاره به څه وخت عملي کړي.