روسي ځواکونو د کرسک اوبلاست په سودزا برید کړی او د اوکراین لوژیستیکي لارې یې پرې کړي

د اوکراين د جګړې د ډګر څارنې ډلې ډيپ سټېټ د مارچ په اتمه نېټه راپور ورکړ، چې د روسيې او شمالي کوريا پوځيانو د روسيې په کرسک اوبلاست کې د اوکراين تر ولکې لاندې ښار سودزا باندې بريد پيل کړی دی.

څو روسي جنګ پلوه ټېلګرام چینلونو د مارچ په اتمه ادعا وکړه، چې روسي ځواکونو په کرسک اوبلاست کې په پراخه پیمانه برید پیل کړی او د سودزا په ښار کې برید روان دی.

د اوکراین چارواکو بیا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسي ځواکونو په دې وروستیو کې د سومي اوبلاست ته د ننوتلو هڅې ګړندۍ کړي او د کرسک اوبلاست سره په پوله کې د اوکراین لوژیستیکي لارې یې پرې کړي.

یوه اوکرایني سرتېري او په سیمه کې ګومارل شوي یوه ډاکټر د مارچ په اوومه د کییف انډیپنډنټ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې روسي ځواکونو په کرسک اوبلاست کې د اوکرایني سرتېرو لوژستیک ویجاړ کړی او اوکرایني سرتېري د محاصرې له خطر سره مخامخ دي.

بوتوسوف د مارچ په اتمه په فېسبوک کې ليکلي وو، چې روسي پوځيانو د کرسک اوبلاست په سودزا کې د اوکراين پوستو ته د نږدې کېدو لپاره د ګازو نل ليکه کارولې ده.

ډیپ سټیټ تایید کړه، چې روسي سرتېرو هڅه کړې وه چې د پایپ لاین له لارې په سودزا برید وکړي، خو راپور یې ورکړ چې د عملیاتو پایلې نامعلومې دي.

د ډیپ سټیټ په وینا، د شمالي کوریا ځواکونه په چټکۍ سره سودزا ته نږدې پرمختګ کوي او خورا درانه تلفات هم لري.

بوتوسوف وویل: "په کرسک اوبلاست کې د بفر زون وضعیت لاپسې د شدت په حال کې دی او د (اوکرایین) قوماندې سمدستي پریکړو ته اړتیا لري."

کییف هڅه کړې، چې د روسیې په سرحدي سیمه کې د سولې د احتمالي خبرو اترو لپاره خپل دریځ وساتي.

اوکراین د ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې په کرسک اوبلاست کې په ناڅاپي ډول یرغل پیل کړ، خو د روسیې پوځ ادعا کړې چې په سیمه کې له شپږو میاشتو جګړو وروسته، روسي ځواکونو د سیمې شاوخوا ۶۴ سلنه خاوره بېرته نیولې ده.