نصیر احمد فایق: افغان مېرمنو د طالبانو له ظالمانه جبر سره - سره مبارزه نه ده پرېښې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د ښځو د نړۍوالۍ ورځې په مناسبت د افغان مېرمنو زړورتیا ستایلې او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو له ظالمانه جبر سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

د مارچ د اتمې په مناسبت نصیر احمد فایق په خپل اېکس کې لیکلي: «د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت موږ د افغان مېرمنو زړورتیا او استقامت ستایو، خو له دې څخه سترګې نه شو پټولی چې هغوی د طالبانو د رژیم پر مهال د تاریخ تر ټولو سخت جنسیتي تبعیض زغمي».

فایق زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنې له زده کړو بې برخې کړي، دندو ته نه پرېښودل کېږي او په تدریجي ډول له عامه ژوند څخه لرای شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دغه استازي همداراز لیکلي، چې افغان مېرمنو د طالبانو د رژیم تر چتر لاندې بې سارې مبارزه پیل کړې او تسلیم شوې نه دي.

نوموړی زیاتوي: «د دې ترڅنګ چې افغان مېرمنې جبر ته تسلیم شوې نه دي، دوی په پټو ښوونځیو کې درسونه هم ورکوي، د طالبانو سرغړونې مستندې کوي او د ظالمانه وضعیت سره - سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.»

نصیر احمد فایق لیکي: «د دوی زړورتیا موږ ته راښيي چې ولې موږ باید مبارزې ته دوام ورکړو. د دوی ازادي د خبرو اترو وړ نه ده. د دوی غږ باید واورېدل شي. موږ نن او هره ورځ د طالبانو ناوړه سیاستونه په کلکه غندو او د افغانستان د ښځو تر څنګ ولاړ یو. د دوی مبارزه زموږ مبارزه ده. د دوی حقونه بشري حقونه دي.»

نوموړی په داسې حال کې د ښځو پر ملاتړ ټینګار کوي، چې نن د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ ده.

دا ورځ سره له دې چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د دې ورځې په لمانځلو بندیز لګول شوی.

طالبانو نه یوازې ددې ورځ په لمانځلو بندیز لګولی، بلکې په ښځو، د ښځو په فعالیتونو، د ښځو پر زده کړو، د ښځو پر کار او سیاسي ګډون او همدا ډول د ښځو تفریح ځایونو ته په تګ هم بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو سختو قوانینو افغان مېرمنې او نجونې مجبوره کړي، چې تر کورونو محدودې پاتې شي.

د یادې ډلې دغه بندیزونه که څه هم په کور دننه او نړۍواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، خو د طالبانو په دریځ کې یې کوم بدلون نه دی راوستی.