حشمت غني: اشرف غني د محب او فضلي ټلیفون نه ځوابوي، دوی ور سره په لیدلو ځان سپینول غواړي

د افغانستان د مخکني ولسمشر ورور حشمت غني افغانستان انټرنشنل ته وویل، اشرف غني د پخواني ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د چارو ادارې د پخواني مشر محمود فضلي ټیلفونونه نه ځوابوي. حشمت غني د محمود فضلي وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې وویل، چې نوموړی د ځان سپینولو هڅه کوي.

حشمت غني نن شنبې «د کپ ۱۸مه» وویل چې پخوانی ولسمشر اشرف غني په دې فکر و، چې یو ځوانه حلقه به ورزول شي او وروسته به د افغانستان واک په لاس کې واخلي خو د هغه په وینا اوس اشرف غني په دې باور دی چې نه ځوان انو او نه هم بوډاګانو څه کمال وکړ.

حشمت غني د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور دی چې ورسره نژدې اړیکې لري او وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې له اشرف غني سره د لیدنو انځورونه خپروي.

حشمت غني په وروستي ځل د پخواني ولسمشر اشرف غني سره د روان میلادي کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۸ نېټه لیدلي او په خپل اېکسپاڼه کې یې انځور خپور کړی و.

حشمت غني د محمود فضلي وروستۍ مرکې په غبرګون کې وايي، اشرف غني په دې باور دی د هغه پخوانی د ملي امنیت مشاور حمدالله محب او د چارو د ادارې پخواني مشر محمود فضلي والیانو او امنیتي مسوولینو ته وویل چې تسلیم شی.

حشمت غني وویل:«دا هر څه له پخواني ولسمشر غني پرته شوي دي او هغه جریان کې نه و.»

حشمت غني وویل چې اوس محب او فضلي غواړي وښيي چې دوی پخواني ولسمشر اشرف غني ته وفادار دي.

حشمت غني د چارو د اداري پخواني مشر محمود فضلي وروستۍ مرکې ته په غبرګون کې وویل هغه سخته هڅه کوي چې له خپل خیانت ځان سپین کړي.

حشمت غني وايي« فضلي او محب ولسمشر غني خرڅ کړ.»

حشمت غني په دې باور دی چې پخواني ولسمشر اشرف غني د افغان جمهوریت د پرځېدو په اړه صحیح معلومات نه ورکول کېدل.

پخواني ولسمشر اشرف غني هم له سقوط وروسته یوه مرکه کې وویل، زما هدایت دا و چې خوست ته لاړ شم خو محب راته وویل چې خوست او جلال اباد هم سقوط کړی او زه نه بوهېدم چې چېرته ته روان یم.

په وروستي جمهوریت کې د ملي امنیت پخوانی مشاور حمد الله محب او د چارو ادارې پخوانی مشر محمود فضلي ولسمشر اشرف غني ته ډېر نژدې ګسان بلل کېږي.

د حشمت غني ددې وروستیو څرګندونو په اړه تر اوسه حمد الله محب او محمود فضلي کوم غبرګون نه دی ښودلی.