د طالبانو قونسل وایي، چې تېره ورځ یې د سند له زندانونو شاوخوا ۱۲ تنه افغانان خوشې کړي دي

په کراچۍ کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري وایي، چې تېره ورځ جمعه یې د سند له زندانونو شاوخوا ۱۲ تنه افغانان خوشې کړي او د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نوموړي په یوه تصویري پیغام کې چې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلکرۍ پر اېکس پاڼه خپور کړی ویلي، دمګړۍ د سند په زندانونو کې د افغان کډوالو شمېر کم دی؛ خو نوموړي دغه شمېره نده شریکه کړې.
هغه زیاته کړې، چې په سند صوبه کې د پاتې افغان بندیانو د خوشې کولو هڅې روانې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د کړکېچن حالت سره، سره هغه ادعا کوي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان حکومت له اعلان وروسته هم افغان کډوال دمګړۍ په سند صوبه کې له کومې ستونزې سره مخ ندي.
د هغه په وینا، د تېرو درېیو میاشتو په لړ کې د دوه ښځو او ۷ تنو ماشومانو په ګډون ۶۴ تنه افغانان د سند له بېلابېلو زندانونو خوشې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره ورځ په پاکستان کې د کډوالو یو ملاتړي بنسټ «JAC» ویلي و چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې شاوخوا ۱۹۰ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم لرل؛ نیول شوي دي.
دغه بنسټ ویلي و، چې دغه نیول شوي کډوال په ناقانونه توګه د اسلام اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.

له بل پلوه د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا ای‌اواېم د یوه نوي راپور په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۱۱ زره او ۶۷۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د روان کال له پیل راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د نیولو او اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.
همدا تېره ورځ هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو غوښتي، چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی شوی، چې د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نېټې به د کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شي.