د پاکستان سنا مختلفو برخو کې د ښځو د حقونو د تضمین او ډېرې ونډې ورکولو پرېکړه لیک تصویب کړ
د پاکستان مشرانو جرګې یا سنا د میرمنو د نړیوالې ورځ په مناسبت د رایو په اکثریت سره د یوه پرېکړه لیک په تصویب حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په اقتصادي مشارکت کې د ښځو د ونډې زیاتوالي لپاره چټک اقدام وکړي او له روغتیا نیولې تر سپورت او کارځي کې د دوی د حقونو خوندیتوب ډاډمن کړي.
دغه پرېکړه لیک د پاکستان د سنا غړو په غوڅ اکثریت تصویب شوی او نن د مارچ په اتمه د میرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت د شیري رحمان له خوا وړاندې شو.
په پرېکړه لیک کې د ښځو لپاره د ټرانسپورټ خوندیتوب، په کارځی کې د ماشومانو لپاره اسانتیاوو، ډیجیټل او مالي سرچینو ته د لاسرسي اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه شوې، چې په اقتصادي مشارکت کې د ښځو ګډون زیات شي.
همدارنګه په پرېکړه لیک کې د نجونو د زدکړو په وړاندې د خنډونو له منځه وړلو، د سواد زدکړې پروګرامونو ته ودې ورکولو سره د لوړ کییفیت زدکړو لپاره د زمینې برارولو سپارښتنه شوې.
د پاکستان مشرانو جرګې په پرېکړه لیک کې له حکومت د ډاډ ترلاسه کولو غوښتنه شوې، چې ښځې د واده کولو لپاره باید خپله خوښه ولري او په کم عمرۍ کې باید واده کولو ته اړې نه شي. همدارنګه په دې پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې ښځې باید د خپل ځان د روغتیا پاملرنې پالیسیو کې د اصلاحاتو، د زیږون روغتیا خدماتو ته د لاسرسي ډاډمنولو او روغتیايي پاملرنې ته لومړیتوب ورکولو د پرېکړې کولو صلاحیت ولري او باید په دې برخه کې یې پوره ملاتړ وشي.
په پرېکړه لیک کې د ښځو قانوني حقونو ته د لاسرسي او په کارځی کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او جنسي ځورونې پر وړاندې د تضمین غوښتنه شوې ده.
سناتورانو په پرېکړه لیک کې د سپورټ په برخه کې د پانګونې د زیاتوالي او په وسپورټي برخه کې د میرمنو د ونډې د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.
سناتورانو د پاکستان د حکومت، د مدني ټولنو سازمانونو او خصوصي سکتور په ګډون له ټولو ښکیلو خواوو غوښتنه وکړه، چې د جنسیتي مساواتو او د ښځو د پیاوړتیا په برخه کې په ګډه هڅه وکړي.
د پاکستان د مشرانو جرګې دغه پرېکړه لیک په داسې حال کې تصویب کړ، چې دغه هېواد د نړیوال جنسیتي مساواتو شاخص کې د ۱۴۶ هېوادونو څخه په ۱۴۵م مقام کې دی.
سره له دې چې د پاکستان د نفوس نږدې نیمایې برخه ښځي دي خو په دغه هېواد کې ښځې په ډیره لوړه کچه د جنسیتي او اقتصادي تبعیض له امله زیانمني دي.