یو څېړنیز مرکز: پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد له سقوط سره مخ کړی دی

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو دغه هېواد له نړۍوالې انزوا، پراخې بې وزلۍ او بشري ناورین سره مخ کړی دی.

دغه مرکز زیاته کړې، چې د طالبانو دغه عمل د تېرو دوو لسیزو پرمختیايي لاسته راوړنې د بشپړې تباهۍ سره مخ کړي دي.

یاد بنسټ ټینګار کړی، چې له زده کړو او کار څخه د ښځو محرومیت نه یوازې د دوی بشري حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې د افغانستان اقتصاد یې ژور ناورین او سقوط ته نږدې کړی دی.

اقتصادي سقوط او پراخه فقر

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز اعلان کړی، چې له اقتصادي سیسټم څخه د ښځو وتلو په میلیونونو کورنۍ د فقر تر کرښې لاندې راوستي او د هغوی ژوند یې سخت بې ثباته کړی دی.

د دې مرکز په وینا، مهم شاخصونه لکه د بیکارۍ کچه او اقتصادي وده د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله سخته اغېزمنه شوې، د ناخالصو تولیداتو او د سړي سر عاید د پام وړ کم شوي دي.

دغه مرکز دا حالت د اقتصادي تولیدي ځواک د کمښت او د سوداګرۍ، خدماتو او تولید په حیاتي پړاوونو کې د ګډوډۍ مستقیمه پایله بللې ده.

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو د مرکز د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او نړۍوالې انزوا له امله د سلګونو زرو لوستو کارګرانو کډوالي او په افغانستان کې کار کولو ته د بهرنیو پانګوالو نه لېوالتیا د دغه هېواد اقتصاد نور هم کمزوری کړی دی.

نړۍيواله انزوا او د همکارۍ تعلیق

دغه مرکز ویلي، چې د ښځو پر وړاندې سختو سیاستونو د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړۍوالې همکارۍ مخه نیولې ده.

د دغه مرکز په وینا، «پانګه اچوونکي نه غواړي په داسې یوه هېواد کې وي چې له اساسي بشري حقونو څخه سرغړونه پکې وي او په نړۍواله انزوا کې وي.

دغه انزوا د ماهرو کارګرانو د پراخې کډوالۍ ترڅنګ د هېواد اقتصادي راتلونکې له جدي ګواښ سره مخ کړې او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې د بشپړې تباهۍ په څنډه درولي دي.

ټولنیزې او انساني پایلې د درنو اقتصادي لګښتونو سره

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز خبرداری ورکړی، چې په عامه ژوند کې د ښځو له ګډون څخه د ښځو ګوښه کول د اقتصاد په برخه کې ډېرې بدې پایلې لري.

د کم عمره نجونو اجباري ودونو زیاتوالی، خوارځواکي او د کورنیو د هوساینې د کچې ټیټوالی پر ټولنه درانه لګښتونه اچولي دي.

دغه مرکز وايي، روغتيايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي محدودول، په ځانګړې توګه له زېږون مخکې پاملرنې، د ميندو د مړينې کچه ګواښوونکې کچې ته لوړه کړې او عامه روغتيا يې له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو د مرکز په وینا، دغو بحرانونو نه یوازې پر کورنیو دروند مالي بار اچولی، بلکې د ټولنې د بیارغونې او پرمختګ وړتیا یې هم سخته کمزورې کړې ده.

زده کړې او ګواښوونکی راتلونکی

د اقتصادي مطالعاتو د مرکز په يادښت کې راغلي، چې د نجونو پر زده کړو بنديز د لوست په برخه کې د جنډر تشه په بې ساري ډول زياته کړې ده او هېواد يې د راتلونکي نسل مسلکي ښوونکي او مسلکي کارګره بې برخې کړې ده.

د لوستې د کچې کمښت او د ښځو د مهارتونو د روزنې بندېدو د افغانستان د بشري پراختیا شاخص په نړۍ کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې او د اوږدمهاله پراختیا امکانات یې تورتم کړي دي.

د اقتصادي مطالعاتو مرکز خبرداری ورکړی، چې زده کړو ته د ښځو له لاسرسي پرته به د هېواد اقتصاد په نړۍوالو بازارونو کې د سیالۍ توان له لاسه ورکړي.

د بېړني اقدام اړتیا

د افغانستان د اقتصادي مطالعاتو مرکز وايي، اقتصادي پرمختګ، تلپاتې سوله او ټولنیزه هوساینه د ښځو له فعالې ونډې پرته ناشونې ده.

دغه بنسټ پر نړۍوالې ټولنې، نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو پر بنسټونو غږ کړی، چې د افغان ښځو د ملاتړ او د هغوی د اساسي حقونو د تامین لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د دغه مرکز په وینا، د روان بهیر دوام به په لنډه موده کې د تېرو شلو کلونو ټولې اقتصادي او پرمختیايي لاسته راوړنې له منځه یوسي او هېواد به د زوال په لور بوځي.