ازبک توکمه ډیزاینره: په ویاړ سره کوچیاني، هزارګي او نورستاني جامې ډیزاین کوم
ازبک توکمه ځوانه سوداګره عایده شاداب د ازبکي جامو ترڅنګ کوچیاني، هزاره ګي، نورستاني او ان له افغاني توکو د اروپا په کچه جامې ډیزاین کوي. نوموړې چې د سوداګرۍ په برخه کې په چین کې ماسټري کړې ده، په ۲۰۱۸ کال کې یې د عایده په نوم په انلاین ډول د افغاني جامو کار و بار پیل کړ.
تر لږ ځنډ وروسته یې انلاین کارونه په حضوري کارونو بدل شول او د کابل د قلعه فتح الله سیمه کې یې خپل برنډ پرانیست.
مېرمن شاداب په دغه برنډ کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، چرمه دوزۍ، مارکېټينګ او موډلینګ برخو کې د کار زمینې برابرې کړې وې.
خو په ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د زرګونو افغان مېرمنو په څېر د عایده څو کلنه خواري هم په اوبو لاهو شوه.
د عایده برنډ مشرې عایده شاداب له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «د طالبانو په راتګ سره ماته شوم او فکر مې وکړ چې هر څه له منځه ولاړل، کارونو ته مې اندېښنه وه چې په څومره خواریو مې پیل کړې وه او څومره مې په اسانۍ سره له لاسه ورکړه، خو تر لنډې مودې وروسته مې خپله بایللې روحیه سمه کړه او پرېکړه مې وکړه چې هر څه بیا ځلې له صفر څخه پیلوم.»
د نوموړې په وینا، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته یې خپل کارونه پاکستان کې پیل کړل او یو ځل بیا د خپل برنډ نوم یې را ژوندی کړ.
د هغې په خبره، د لږ وخت په تېرېدو او د شرایطو په برابرېدو سره یې چټک پرمختګ وکړ او ډېر ژر وتوانېده، چې د عایده برنډ څانګې په ترکیه او دوبۍ کې هم پرانیزي.
عایده اوسمهال د اسیا په ګډون په اروپایي او امریکایي هېوادونو کې د افغاني جامو ښه بازارونه لري او نړۍوال اعتبار یې هم ترلاسه کړی دی.
نوموړې وایي، چې د هغې د برنډ ډېری پېردونکي د عامو خلکو ترڅنګ د هېواد نامتو سندرغاړې لکه غزال عنایت، تهمینه ارسلان، غزل سادات، رویا دوست او داسې نورې مشهورې څېرې دي، چې د هغې په شهرت کې یې خورا رول لرلی دی.
عایده شاداب په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړه، که څه هم په نړۍواله کچه یې بازار پیدا کړی، خو اروپایي هېوادونه یې د محصولاتو لپاره ښه بازارونه دي او هڅه کوي، چې په اروپایي هېوادونو کې هم خپلې څانګړې ولري.
نوموړې د هغې په پوښتنې په ځواب کې چې بیا هم غواړي افغانستان کې خپلې سوداګریزې چارې پر مخ یوسي وویل: «که شرایط برابر شي او ښځې په بشپړه توګه ازادي ولري بیا به هم په کابل کې کارونه مخکې یوسم.»
عایده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان څانګې د کارونو د څارلو په موخه په دغه هېواد کې اوسېږي وایي، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو نندارتونونو ته هم غوښتل شوې ده.
د نوموړې په وینا، د عایده برنډ محصولات په هسپانیې، پاریس، ترکیه او د یو شمېر نورو هېوادونو په نندارتونو کې نندارې ته اېښودل شوي، چې د نړۍوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریالې له هغې وپوښتل: «څنګه دې د جامو د جوړولو برخه انتخاب کړې ده؟ هغې په ځواب کې وویل، چې هېڅکله په افغانستان کې فېشن او بدلونونو ته په سمه توګه پاملرنه نه ده شوې، زه غواړم چې د افغاني جامو په ډیزاین کې نوښت رامنځته کړم بدلونونه رامنځته کړم او له دې برخه سره مې علاقه نهایت زیاته ده.»
د عایده برنډ په څېر اوسمهال په هېواد کې سلګونه نور برنډونه هم په کارونو اخته دي، خو د دغو برنډونو مسوولان چې ډېری یې ښځې دي د بازارونو له نشتون څخه سر ټکوي.
که څه هم طالبانو د کورنیو نندارتونونو ترڅنګ بهرنیو هېوادونو ته د افغانو ښځینه سوداګرو لپاره د ګډون فرصت برابر کړی، خو په افغانستان کې پراخ اقتصادي ناورین د دې لامل شوی، چې دې برخو ته د خلکو لېوالتیا کمه شي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغان ښځو خپلې دندې، زدهکړې، په ټولنه کې سیاسي او ټولنیزه ونډه او دې ته ورته لسګونه د ژوند نور اساسي حقونه له لاسه ورکړل؛ خو لا یې هم خپلې هېلې ژوندۍ ساتلې دي.
اوسمهال چې نړۍ د افغانستان ښځو ته د بېچاره قشر په سترګه ګوري؛ خو افغان ښځو له لسیزو وروسته په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له ټولو بندیزونو او محدودیتونو سره - سره په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو په دوام سره تاریخ جوړ کړی دی.
په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو وضعیت
لاسي صنایع، د غالیو اوبدل، مالداري، د وچې مېوې پروسس، زعفران، د افغانستان د قیمتي ډبرو کار و بار او یو شمېر نورې برخې هغه څه دي، چې افغان ښځې پکې فعالیتونه او سوداګري کوي.
سره له دې چې ښځو د جمهوریت په شاوخوا شلو کلونو کې هم سوداګري کوله؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځينه سوداګرو شمېر څو برابره زیات شوی دی.
ښځينه سوداګرې او د اقتصادي چارو کارپوهان د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو د پراخ حضور لامل په نورو برخو کې د طالبانو محدودیتونه په ګوته کوي.
طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې د ښځو پر زده کړو، کار کولو، ورزش، هنر او لسګونو نورو مواردو پراخ بندیزونه لګولي دي.
یادې ښځینه سوداګرې وایي، چې د دوی محصولات اوسمهال بازارونه نه لري او له اړوندو ادارو غواړي، چې د دوی توکو ته ښه بازارونه برابر کړي.
ښځینه سوداګرې په داسې حال کې د سختو شرایطو په اړه خبرې کوي، چې نړۍوال بانک ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.
نړۍوال بانک په دغه راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ګډون په یاد شمېر هېوادونو کې ښځینه سوداګرې تر ټولو ټيټ عاید او اقتصاد لري.