حسنزوی: طالبان د خپل مشر د بنديزونو فرمانونه عملي کوي خو خلکو ته د حق ورکولو حکم يې نه مني
په پخوانۍ ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی شاپور حسنزوی وایي، چې طالبان پر خلکو او ټولنه د خپل مشر د بندیزونو فرمانونه عملي کوي؛ خو خلکو ته د خپل حق ورکولو حکمونه یې نه عملي کوي. نوموړي ويلي، چې طالبانو په خپل راتګ خلکو ته یوازي درد او غم ورکړی.
شاپور حسنزوی په يوه ويډيو کې د طالبانو پر مشرتابه او غړو سختې نيوکې کړې او زياتوي، چې د طالبانو په ادارو کې «ظلم شروع دی.»
نوموړي ويلي، چې د طالبانو له ویري هيڅوک د خپل حق غوښتلو جرات نه لري.
هغه زياته کړې: «انصاف نشته، قسم ده که انصاف وي، دلته حق چاته نه ورکول کيږی، دلته ظلم روان دی، په ادارو کې چې څوک حق غواړی دوی یې سپکوي او بي ابه کوي يې.»
د حسنزوی په خبره، واکمنو طالبانو په نژدې څلورو کلونو کې د خلکو د هوسا ژوند او اسانتیاوو برابرولو لپاره هيڅ نه دي کړي او یوازي یې وطن ته درد، غم او ناامني راوړې.
هغه ويلي، چې څو ځله یې د طالبانو له مشر سره د لیدو غوښتنه کړې؛ خو چا ورته مثبت جواب نه دی ویلی.
شاپور حسنزوی وايي، چې طالبانو يې کور، ګاډي، مارکېټ او وسله ترې اخيستي او د ور کولو لپاره یې د دې ډلې د مشرانو امر هم نه مني.
نوموړی زياتوی، چې د خپل حق غوښتلو لپاره ږغ پورته کوي، که يې څوک نيسي او وژني پروا يې نه کوي.
حسنزوی یو ځل د طالبانو له لوري نیول شوی او زنداني شوی هم دی.
نوموړي تر دې مخکې هم طالب ځواکونه د دوی د کور په تلاشي کولو او د کورنۍ د غړو په نیولو تورن کړي دي.