یونسکو په افغانستان کې د ښځو حقونو او ازادۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی
د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري څانګې (یونسکو) د مارچ د اتمې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د غږ پورته کولو او د هغوی د حقونو او ازادۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یونسکو د افغان نجونو او ښځو غږ اوچتوي او د هغوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
د ښځو نړۍواله ورځ نن داسې مهال لمانځل کېږي، چې نږدې څلور کاله کېږي په افغانستان کې طالبانو د افغان مېرمنو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
طالبانو په افغانستان کې د واک ترلاسه کولو وروسته پر ښځو یو لړ بندېزونو راوستل، نجونې یې له زدهکړو محرومې کړې او ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې، پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښونځیو او پوهنتونونو ټولې دروازې تړلې او د دوی ژوند یې په یوه سرخلاصي زندان کې د بندي په څېر کړ.
طالبانو ښځې او نجونې له محرم پرته له تګ راتګ، په عامه ځایونو کې په لوړ غږ غږېدل، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او تفریحي مرکزونو ته له تګه هم منع کړې دي.