په انځورونو کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ژوند او ورځنۍ چارې

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ښځو د نړیوالې ورځي په مناسبت د طالبانو تر واک لاندې د ښځو ژوند او د هغوی ورځنۍ چارې په انځوريز ډول تعقیب کړی. په انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو د مشر هبت الله د مېنې کندهار په بازارونو کې د ښځو ونډه خورا کمه او ځينې تصویرونه انسان خپه کوي.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سرچينو په کندهار او هرات ولایتونو کې د مارچ مياشتې له لومړۍ بیا تر ۸مې چې د ښځو نړیواله ورځ ده د میرمنو او بازارونو یو شمېر تصویرونه ليږلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغې ډلې پرله پسې بنديزونو د ښځو ټولنيز ژوند ډېر اغېزمن کړی.

د افغانستان لوی ښارونه او د ښځو لپاره ځانګړي د توکو د پير او پلور ډک بازارونه اوس تش دي.

له کندهار یو شمېر میرمنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو له ویري او پرله پسې بندیزونو له کبله په ازاد ډول تګ راتګ او د کور لپاره سودا نه شي پوره کولی.

دغه میرمنې وايي، چې د کور د توکو د پوره کولو لپاره باید په بازار کې له ښځو سره محرم هم وي.

په دې انځورونو کې یو شمېر يې زړه درونکي

د کندهار ښار چهارسو یوه مېرمن د خپل خاوند سره په بازار کې توکي  رانيسي
د کندهار ښار چهارسو یوه مېرمن د خپل خاوند سره په بازار کې توکي رانيسي
کندهار ښار چهارسو میرمنې د کورنو لپاره سودا کوي
کندهار ښار چهارسو میرمنې د کورنو لپاره سودا کوي
یو شمېر مېرمنې د طالبانو په پټه په کورنو کې لاسي توکې جوړوي
یو شمېر مېرمنې د طالبانو په پټه په کورنو کې لاسي توکې جوړوي
کندهارۍ مېرمنې د طالبانو په پټه په کورنو کې خياطي کوي او له دې لارې د کورنو اقتصادي ستونزې حلوي
کندهارۍ مېرمنې د طالبانو په پټه په کورنو کې خياطي کوي او له دې لارې د کورنو اقتصادي ستونزې حلوي
کندهار عينومېنه کې يو شمېر مېرمنې د مرستو او خيرات غوښتلو لپاره د یو کور مخي ته ناستي دي
کندهار عينومېنه کې يو شمېر مېرمنې د مرستو او خيرات غوښتلو لپاره د یو کور مخي ته ناستي دي
په زرنج موټرسېکل د کور د سامانونو سره د يوې مېرمنې انځور
په زرنج موټرسېکل د کور د سامانونو سره د يوې مېرمنې انځور
په هرات ښار کې ميرمنې د سړک په غاړه کالي پلوري
په هرات ښار کې ميرمنې د سړک په غاړه کالي پلوري
په هرات ښار کې مېرمنې د سړک په يوه ګڼه ګوڼه کې
په هرات ښار کې مېرمنې د سړک په يوه ګڼه ګوڼه کې
په کندهار ښار کې قفس ته ورته په یوه زرنج موټرسیکل کې یوه ښځه
په کندهار ښار کې قفس ته ورته په یوه زرنج موټرسیکل کې یوه ښځه
په کندهار کې یوه مېرمن په خپل کور کې په لاس رغول شوي کالي پلوري
په کندهار کې یوه مېرمن په خپل کور کې په لاس رغول شوي کالي پلوري
دا مېرمن هم په کندهار کې په خپل کور کې د ښځو د سینګار توکي پلوري
دا مېرمن هم په کندهار کې په خپل کور کې د ښځو د سینګار توکي پلوري
په کندهار ښار کې د ښځو د بازار یوه څنډه، چې يو مهال په کې ګڼه ګوڼه زيات او اوس مهال څوک نشته
په کندهار ښار کې د ښځو د بازار یوه څنډه، چې يو مهال په کې ګڼه ګوڼه زيات او اوس مهال څوک نشته
په کندهار کې يو شمېر نجونې د طالبانو په پټه په خپلو کورنو کې خياطي کوي
په کندهار کې يو شمېر نجونې د طالبانو په پټه په خپلو کورنو کې خياطي کوي
د هرات ښار  د يوې برخې یو انځور
د هرات ښار د يوې برخې یو انځور

سرچینو بیلابیل نور تصویرونه هم ليږلي.

د ښځو په وړاندي د طالبانو د امربالمعروف قانون عملي کول او سخت چلند ډېری ښځې مایوسه کړې دي.

طالبانو واک ته تر رسېدو را وروسته هر کال په ښځو بیلابيل بندیزونه لګولي.

طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر زدکړو، کار، تفریح، یوازي سفر کولو، حجاب او ورته نورو برخو کې پراخ بندیزونه لګوي، چې په کوردننه او بهر له پراخ غبرګونونو سره مخ شوي.

طالبان په جواب کې وايي، چې دوی «د شریعت» په چوکاټ کې د ښځو حق ورکړی دی.