افغانه نجلۍ: که زدهکړې ونه لرو، راتلونکی نه لرو او زما لپاره تعلیم د ازادۍ معنا لري
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د مهسا په مستعار نوم یوه ځوانه افغانه نجلۍ د طالبانو له سختو محدودیتونو سره، سره په انلاین ډول خپلو زدهکړو ته دوام ورکړی او په یوه مرستندویه اداره کې دنده هم کوي.
مهسا چې شل کلنه ده وايي: «زدهکړې زموږ لپاره د برابرۍ او ازادۍ معنا لري. که زدهکړې ونه لرو، راتلونکی نه لرو».
مهسا د هرات ده؛ خو د ماشوموالي پر مهال یې له کورنۍ سره کابل ته کډه وکړه. کورنۍ یې تل د زدهکړو ملاتړ کړی؛ خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل، د هغې د زدهکړو او کار مخه ونیول شوه.
مهسا چې د تجارت پوهنځي زدهکړې پیل کړې، طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې بندې کړې.
د هماغه کال په ډېسمبر کې د نجونو پر پوهنتونونو هم بندیز ولګېد.
مهسا چې د لېسانس نیمايي برخه یې لوستې وه، دې محدودیتونو ته سخته اندېښمنه وه؛ خو ژر یې یوه بله لاره پیدا کړه.
د مهسا پلار چې د هغې لپاره یو الهام بښونکی شخصیت دی تل یې ورته ویلي، هڅه دې وکړي او هېڅکله دې د طالبانو دغو بندیزونو ته تسلیمه نشي.
راپور کې راغلي، مهسا وکولای شول خپل درسونه د افغانستان د امریکايي پوهنتون د قطر له څانګې سره په انلاین توګه پیل کړي.
مهسا د USAID لهخوا د زدهکړو تمویلېدونکي پروګرام ته وټاکل شوه.
د اوچا راپور زیاتوي، مهسا د ورځې کار کوي او د شپې زدهکړې کوي.
هغه سهار وختي پاڅېږي، نږدې مازیګر مهال انلاین ټولګیو ته حاضري ورکوي او د شپې خپل درسونه تکراروي. سره له ټولو ستونزو هغه هیله لري، چې د لېسانس سند ترلاسه کړي.
مهسا د لومړي ځل لپاره د بشري مرستو له مفهوم سره هغه مهال اشنا شوه، چې شپږم ټولګي کې یې زدهکړې کولې او ځینو ټولګیوالو یې درسي توکي نه لرل چې د ملګرو ملتونو یوې ادارې هغوی ته کتابونه، کتابچې او د ښوونځي بکسې ورکړې.
هماغه ورځ مهسا هم خپلې کتابچې اړمنو ټولګیوالو ته ورکړې. دې کار د هغې د ژوند لاره بدله کړه او له بشري مرستو سره یې مینه پیدا شوه.
اوس مهسا د یوې مرستندویه ادارې لپاره کار کوي او وايي: «زه خوشاله یم، چې د بشري مرستو برخه کې کار کوم؛ خو کله کله دا هیله لرم، چې کاشکي ډېر څه وکړای شم».
خو د طالبانو د محدودیتونو له امله، مهسا ډېری وختونه اړه ده، چې «د پردې تر شا» پاتې شي. هغه هیله لري، چې زدهکړې یې بشپړې شي او وکولای شي خلکو ته لا ډېرې مرستې ورسوي.
هغې وویل: «زه غواړم داسې کار وکړم، چې خلکو ته ګټه ورسوم او د هغوی ژوند ته بدلون ورکړم. زدهکړې او د کار حق یوازې زما لپاره نه؛ بلکې د ټولو افغان نجونو لپاره مهم دي.»
سره له دې د مهسا د زدهکړو راتلونکی لا هم ناڅرګند دی.
د اوچا د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې چې د ترمپ له لوري د امریکا بهرنۍ مرستې وځنډول شوې او د امریکا د پراختیایي ادارې USAID د زدهکړو پروګرام هم بند شو؛ نو ورسره هممهاله د مهسا د زدهکړو انلاین ټولګي هم بند شول. اوس هغه اندېښمنه ده او نه پوهېږي، چې خپلې زدهکړې څنګه بشپړې کړي.
ملګري ملتونه وایي، د مهسا کیسه د هغو افغان نجونو د زړورتیا یوه بېلګه ده چې د ټولو ستونزو سره، سره د روښانه راتلونکي لپاره هڅه کوي او خپلې هیلې مړاوې کېدو ته نه پرېږدي.