ډیپیکا په دې خبره چې په بالیوډ کې تر ټولو ډېرې پیسې اخلي، خفه شوه

هندي رسنیو د ډیپیکا یوې مرکې ته په اشارې سره راپور ورکړی، چې نوموړې په دې خبره خفه شوې چې ویل شوي و، هغه په بالیووډ کې تر ټولو ستورو زیاتې پیسې اخلي.

ډیپیکا پډوکون په دې اړه ځواب کې وویل: " هیله لرم چې یوه داسې ورځ راشي چې موږ ته د دې ډول خبرو اړتیا نه وي او موږ ته دا اړتیا نه وي چې ووایو چې زه تر ټولو زیاتې پیسې اخلم.»

له دې خبرو وروسته ډیپیکا خپلې مرکې ته دوام ورکړ او د خپل شخصي ژوند په اړه یې وویل، چې په یوې ورزشکاره کورنۍ کې لویه شوې ده، چېرې چې هغې ته د فلمونو د لیدلو لږ فرصت وو، خو ځیني فلمونه و چې پر دې یې اغیزې کولې.

دې زیاته کړه: "کله چې زه سینما ته د فلمونو لیدلو تلم، نو له ښځینه اداکارانو څخه به ډېره متاثره کېدم او ما ته په ماشومتوب کې دا احساس شوی وو، چې اداکاري زما شوق دی."

ډیپیکا پډوکون د بالیووډ مشهور اداکار رنویر سینګ سره د ۲۰۱۸ کال په نومبر کې واده وکړ او یو ماشوم هم لري.

ډیپیکا او رنویر په ۲۰۱۲ کال کې په لومړي ځل په رام لیلا فلم کې سره ولوبېدل او د مینې تار یې له هماغه وخت څخه پیل شو، چې تر ۲۰۱۶ کاله پورې دا اړیکه له خلکو پټه ساتل شوې وه.

یادې جوړې بیا تر هغه وروسته د خپلې اړیکې اعلان وکړ.