د جګړې له ډګره د مینې کیسې؛ ته زما لپاره کافي یې، یوازې هغه څه راته ولیکه کوم چې احساسوې

د مینې کیسې به مو ډېرې لوستې وي او د نړۍوالو جګړو د کیسو په اړه چې پوځیانو به خپلو معشوقو ته لیکونه استول هم اورېدلي وي. په دې لیکنه کې د جګړې له ډګره د یوه پوځي د مینې د لیکونو په اړه تاسو ته لیکو، چې خپلې معشوقې ته یې لیکلي دي.

کله چې د دویمې نړۍوالې جکړې په اړه فکر کوو، د هغو کورنیو او میینانو د یوځای کېدو په اړه هم فکر کوو، چې له جګړې وروسته څنګه سره یوځای شول.

مګر په دوی کې ځینو کسانو اوږد انتظار وکړ، تر‌څو له خپلو کورنیو او معشوقو سره یوځای شي. لکه پوځیان چې د اروپا په ټولو برخو کې په جګړه بوخت وو.

له دغو پوځیانو څخه یو هم جان میډیز و، چې ۱۹۴۷-۱۹۴۶ کلونو کې په هامبورګ کې ځای پر ځای شوی و.

هغه خپلې معشوقې بېټي ته د جګړې له میدان څخه لیکونه لېږل.

د لیکونو لوستلو سره، موږ کولی شو ووینو چې د جان او بېټي ترمنځ اړیکه څنګه د وخت په تېرېدو سره پیاوړې کېږي، مګر جان او بېټي دواړه په پیل کې یو څه زړه نا زړه ښکاري.

بېټي خپل میین ته لیکلي: «خوشاله شوم چې له حال څخه مو خبره شوم، ما فکر کاوه چې تاسو به زه له یاده اېستې یم.»

جان پوښتنه کوي: «فکر کوم تاسو خو به په پټه واده نه وي کړی؟ ځکه چې زه به ډېر خواشینی شم که تاسو دا کار کړی وي او زه مو نه یم خبر کړی.»

د دې لیکونو په لوستلو داسې احساس کېږي، چې ممکن د دوی اړیکه ډېره مطمینه نه ده، خو دا احساس حتماً ترې اخیستل کېږي چې یو بل ډېر یادوي.

بېټي په یوه بل لیک کې لیکلي: «هېڅکله مې فکر نه کولو چې یو څوک دې دومره راته ډېر یاد شي. په اورګاډي کې ستا تلل مې تل یادېږي، خو په دې هم پوهېږم چې ښایې یو کال وروسته مو وګورم او دا زما لپاره ډېر څه دي.»

له دې لیک وروسته په هامبورګ کې پوسته رسوونکي د جان له کمپ څخه لیکونه نه اخیستل، چې دا کار د دې لامل شو، چې بېټي ته په هونسلو کې لیکونه په ځنډ ورسېږي.

جان لیکلي و: «سخت خواشینی یم چې دا څه وخت مو سره خبرې نه دي شوي، ګومان کوم غوږونه مې درد کوي او دا درد به یې د یوې اونۍ لپاره وي.»

د ۱۹۴۷-۱۹۴۶ فېبرورۍ کې جان او بېټي دواړه لیکي چې د خپل راتلونکي ژوند لپاره پراخه پلانونه جوړوي، چې په کې دوی بیا سره یوځای کېږي.

په یوه ډېر خواږه لیک کې جان غواړي، چې د بېټي لپاره رومانټیک، د مالي اړخه بسیا او د بېټي لپاره د هغې الګو سړی شي.

جان لیکلي: «مګر زه غواړم چې پوهه شې چې زه غواړم هغه شان لیکونه درته ولیکم چې خلک یې په کتابونو کې د اوږدې مودې لپاره لیکي، خو د هغې ورځې په تمه یم چې نور دې لیکونو ته اړتیا نه وي او زه د ښار په ځان بسیا یو تجار اوسم.»

په ځواب کې یې بېټي په ډېرې مهربانی وایي، چې څنګه یې هماغسې زما لپاره کافي یې.

بېټي ورته په ځواب کې لیکي: «یوازې ماته هغه څه ولیکه کوم چې ته یې احساسوې، نه لکه څنګه چې دوی یې کتابونو کې لیکي.»

د دې لیکونو لوستل په ځانګړې توګه خوشالونکي دي، ځکه چې موږ پوهېږو چې جان او بېټي بیا سره یوځای شول او بالاخره د یو بل ترڅنګ خپلې مینې ته ورسېدل.

دا لیکونه موږ ته د عادي خلکو ژوند څرګندوي، چې څنګه په ځانګړو وختونو کې پوسته رسوونکو له میینانو سره په سختو وختونو کې مرسته کړې.

ایا ستاسو ذهن ته هم دا پوښتنه راغله، چې که دا پوسته رسوونکي نه وای نو د دغو میینانو به څه حال وو؟