وږمه توخۍ چې د سوېلي ولایتونو د نجونو د مړاوي هیلو د ژوندي ساتلو لپاره هڅې کوي

وږمه توخۍ وايي، د زابل ولایت په یوه سیمه کې یې د کلي مشران په دې قانع کړل چې باید د نجونو لپاره یې ښوونځی جوړ شي، ښوونځی جوړ شو او سلګونو نجونو په کې نږدې ۷ کاله زدکړې وکړې خو د طالبانو په واکمنېدو سره هغه ښوونځی اوس تړلی دی.

وږمه توخۍ چې د ښوونځي له لسم ټولګې یې د نجونو د زدکړو، د ښځو دروغتیا او حقونو په برخه کې یې له زابل ولایت د عامه پوهاوي فعالیتونه پیل کړي.

نوموړې وروسته دغه فعالیتونه د هېواد په سوېلي ولایتونو کې تر کندهار، هلمند او ارزګان وغځول او زرګونو نارینه وو او ښځو ته یې د نجونو د زدکړو روغتیا، د ښځو د حقونو او حکومت کې د ښځو د ونډې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.

اغلې توخۍ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره خبرو کې وايي، چې په ښوونځیو، کلیو، ښارونو او رسنیو کې یې د تیاتر، نقاشۍ او نورو لارو په استفاده عامه پوهای ورکاوه، خو د طالبانو په واکمنېدو سره هر څه له منځه ولاړ او د نجونو او ښځو ژوند په یو زندان تبدل شو.

سره له دې چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د نامنیو او ځینو دودونو له امله هم په سوېلې ولایتونو کې د نجونو زدکړو ته ډيره پاملرنه نه کېدله، خو وږمې توخي د زابل ولایت د قلات ښار په یوه څنډه کې د یوه لوی کلي قومي مشران وهڅول چې له حکومت په خپله سیمه کې د نجونو د زدکړو لپاره د ښوونځي د جوړېدو غوښتنه وکړي.

نوموړي وايي، د نجونو لپاره په سیمه کې د ملالۍ په نوم ښوونځی جوړ شو خو د ښځینه ښوونکو د نه شتون له امله یې د خپلې کورنۍ د دریو غړو په ګډون شپږو نجونو په ملالۍ ښوونځي کې نجونو ته د درس ورکولو مسولیت په غاړه واخیست.

اغلې توخۍ وایي:«دا ښوونځی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو په منځ کې جوړ شو، د کلي خلګ ډیر خوشحاله وو، خو وروسته ښځینه استادانې نه پیدا کېدې چې هغه ښوونځي کې دنده ترسره کړي، زه درې خویندې او درې نورې ملګرې مې چمتو شوو او هره ورځ ښوونځي ته تلو چې نجونو ته درس ووایو. د ملالۍ ښوونځی اول لوړمړنۍ ښوونځی و، وروسته لیسه شو او هلته سلګونو نجونو زدکړې کولي.»

د زابل ولایت په ملالۍ ښوونځی کې نجونو زده کړي کولي
د زابل ولایت په ملالۍ ښوونځی کې نجونو زده کړي کولي

اغلې توخۍ وايي، چې د جمهوري نظام پر مهال یې هم د هلمند، زابل، کندهار او زابل ولایتونو په لرې پرتو سیمو کې لسګونه کلیوالي صنفونه جوړ کړي وو او سلګونو نجونو پکې زدکړې کولي.

نوموړې وايي، هغه مهال هم په سوېلي ولایتونو کې د نامنیو له امله د زدکړو په برخه کې د مرکزي حکومت پاملرنه کمه وه، خو بیا هم دوی د نجونو لپاره د زدکړو او د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې هلې ځلې دوامداره ساتلې وي.

توخۍ زیاتوي:« د ښځو ستونزو ته د رسېدو لپاره مو اته ډلې جوړې وې، یوې روغتیايي چوپړونو ته د ښځو د لاسري په برخه کې عامه پوهاوی ورکاوه، بلې د ښځو د زدکړو په برخه کې او بلې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي فعالیت کاوه.»

۲۰۱۸ کال د زابل ولایت د ښځو چارو ریاست کې د ښځو د حقونو او سوله کې د ګډون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام
۲۰۱۸ کال د زابل ولایت د ښځو چارو ریاست کې د ښځو د حقونو او سوله کې د ګډون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

وږمه توخۍ په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه ووتله او اوس په جلا وطنۍ کې ژوند کوي.

نوموړې وايي، اوس هم د افغانستان د ښځو د حقونو او د نجونو د زدکړو په برخه کې فعالیت کوي او په جلاوطنۍ کې د افغانستان د ملینونو ښځو چوپ شوی ږغ یې ژوندی ساتلی دی.

نوموړي چې اوس په جرمني کې اوسیږي وايي، د څه باندې دریو کلونو په لړ کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښخو د حقیقي انځور وړاندې کولو او د ښځو د حقونو په برخه کې په ګڼو نړیوالو کنفرانسونو او ناستو کې ګډون کړی.

وږمه وايي، د‌ طالبانو له لوري ښوونځیو ته له شپږم تولګي پورته نجونو په تګ له بندیز وروسته یې په کندهار، زابل، هلمند، روزګان، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د نجونو د زدکړو لپاره شاوخوا ۶۴ کورني صنفونه جوړ کړي چې نږدې دوه نیم زره نجونې پکې عصري او دیني زدکړې کوي.

توخي زیاته کړه:«په کورنيو صنفونو کې مخکې له لس څخه ۱۲ نجونې وي اوس ورځ تر بلې زدکړو ته د نجونو علاقه ډیریږي اوس هر صنف کې له ۲۵ تر ۳۰ نجونې حاضرې وي. هم دیني زدکړې کوي او هم عصري او هم موږ د دغه صنفونو له لارې ورته د زدکړو او د دوی د حقونو په اړه عامه پوهاوی ورکوو.»

 د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره کورنۍ ټولګی
د نجونو او ښځو د زده کړو لپاره کورنۍ ټولګی

د نجونو د زدکړو او د ښځو د حقونو دغه فعاله وايي، په تېرو شلو کلونو کې هرې نجلۍ د خپل روښانه راتلونکي لپاره ښې هیلې لرلې، خو د طالبانو په واکمنېدو او د نجونو او ښځو په وړاندې د سختو بندیزونو په لګولو سره ټول هېواد کې نجونو او ښځو خپلې هیلې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د نجونو راتلونکی تیاره بولي او له یاد ناورین د افغان ښځو او نجونو د ژغورلو په برخه کې له نړیوالو د همکارۍ غوښتنه کوي.