عطامحمد نور: د طالبانو د واکمنۍ په ړنګېدو سره به ښځې بېرته له خپلو حقونو برخمنې شي

د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي، طالبانو د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر ښځو ظالمانه بندیزونه لګولي او هیله لري چې د دغه ډلې د واکمنۍ په ړنګېدو سره به ښځې بېرته خپل حقونه ترلاسه کړي.

هغه د (کب ۱۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو د خپلو سختدریځو افکارو له مخې ښځې له خپلو بنسټیزو او اسلامي حقونو څخه منع کړې دي.

د بلخ پخوانی والي وایي، د طالبانو د واکمنۍ راهیسې تر ټولو ډېر کړاوونه او ستونزې افغان ښځو ګاللي.

عطا محمد نور زیاته کړې: « که څه هم په تېرو درېیو کلونو کې ښځې له کار او زده‌کړو منع شوي؛ خو د طالبانو د واکمنۍ پر ضد یې د هېواد دننه او بهر خپل غږ پورته کړی، چې دا کار یې د ستاینې وړ دی».

د نوموړي په خبره، د ښځو له لوري ترسره کېدونکې مبارزه د طالبانو د ټوپکو پر وړاندې د دوی د زړورتیا او ودرېدو څرګندونه کوي.

د بلخ پخوانی والي ټینګار کوي، چې ښځې د اسلامي اصولو له مخې د زده‌کړې او کار تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د فعالیتونو حق لري.

د بلخ والي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن شنبه د (مارچ ۹مه) نېټه د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

د دغه ورځې په مناسبت ډېری افغان سیاست‌والو په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر ښځو روان بندیزونه غندلي او دا یې د دغې ډلې د ظالمانه او سختدریځو افکارو زېږنده بللې.

یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته‌ په لېږل شویو پېغامونو کې ویلي، چې دوی د طالبانو د بندیزونو پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې باید نړۍوال هم همکاري وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان تازه په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د طالبانو له لوري پر ښځو د روانو بندیزونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ادعا یې کړې، چې نړۍواله ټولنه د افغان ښځو روان ناورین ته چندان پاملرنه نه ده کړې.

یاد سازمان نیوکه کړې، چې د طالبانو پر ضد د افغان ښځو مبارزه له پامه غورځول شوې او په نړۍواله کچه د سیاسي ارادې د نشتوالي له کبله دغه مبارزې لا تر اوسه بریالۍ شوې نه دي.

د طالبانو د مشر ملاهبت الله د فرمانونو له مخې، افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري او پرې یې د پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

همدا راز یې د ښځو د کار کچه هم کمه کړې او ان په روغتیایي برخه کې یې هم پر ښځینه ډاکټرانو بندیزونه لګولي دي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د یو څارنوال له لوري پر ښځو او نجونو د بندیزونو له کبله د ملاهبت الله د محاکمه کېدو او نیول کېدو غوښتنه هم شوې ده.