ذبیح الله مجاهد: د ښځو حقونه مو د «شریعت» او افغاني کلتور سره سم ټینګ کړي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې وايي، چې په افغانستان کې یې د ښځو ټول حقونه د «شریعت» او افغاني کلتور سره سم ټینګ کړي دي.

هغه زیاتوي، چې طالبانو افغان مېرمنو ته یې ټول «شرعي حقونه» ورکړي دي.

په داسې حال کې چې له نږدې څلورو کالونو راهیسې طالبانو نجونې له زده‌کړو محرومې کړې، ښځې یې له سیاسي ګډون او ان په ځینو مواردو کې له اقتصادي فعالیتونو هم منع کړې او پر نجونو یې د شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې په اوس وخت کې مېرمنې له فزیکي او رواني اړخه په بشپړ خوندیتوب کې ژوند کوي؛ خو ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا ځلې واکمنېدو سره ښځې له رواني او فزیکي پلوه ډېرې زیانمنې شوې دي.

‏په داسې حال کې چې د طالبانو په زندانونو کې پر ښځو د جنسي تېریو او ځورونو راپورونه خپرېږي؛ طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د ښځو پر وړاندې یې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیولې او هیڅوک نشي کولی د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي او یا هغوی ته په بده سترګه وګوري.

بل خوا بیا د ښځو د حقونو ملاتړي ټینګار کوي، که طالبان د افغان ښځو حقونه خوندي نه کړي او پر کړو ژمنو ونه درېږي؛ نو د نړۍوالې ټولنې له سختو غبرګونو سره به مخ شي.

طالبان په داسې حال کې د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي، چې ښځې او نجونې له محرم پرته له تګ راتګ څخه هم منع شوي دي، په عامو خلکو کې په لوړ غږ خبرې کول، پارکونو، حمامونو، د وېښتانو او ښکلا سالونونو او مېله ځایونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.