اتمر: په معاصرې نړۍ کې له افغان ښځو سره د طالبانو «ظلم» بېمثاله دی
د مارچ ۸مې له رارسېدو سره جوخت، د افغانستان د وروستي جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر محمدحنیف اتمر وايي، چې له افغان ښځو سره د طالبانو روان ظلم په اسلامي هېوادونو او معاصرې نړۍ کې هېڅ مثال نهلري.
ښاغلي اتمر د شبنې پر ورځ (د کب ۱۸مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې ښځو ته د مبارکۍ وړاندې کولو ترڅنګ زیاته کړې چې افغان ښځې د ظلمونو او بشري حقونو د سرغړونو له سختو ناوړو پېښو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو مخکېني وزیر پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي دي: «د افغان ښځو زړورتیا، مبارزې او تاریخي قربانۍ د درناوي وړ دي.»
محمد حنیف اتمر څرګنده کړې چې د هېواد تاریخ په دې مبارزه کې د افغان نارینهوو شرافت، عزت او وقار ازمایلی او د هغوی برخلیک یې ورسره تړلی دی. نوموړي ویلي چې که د طالبانو چلند د بشري فاجعې او شرم لامل شوی وي، د هېواد نارینه کولای شي د ښځو لپاره د غازي امانالله خان مبارزې ته نظر وکړي.
هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي سیاست او چلند ته په اشارې وايي چې دا ظلم تلپاتې نه دی او ښځې د حق او باطل ترمنځ په دې مبارزه کې یوازې نه دي.
د هغه په خبره، طالبان له افغان نجونو او ښځو سره ظلم کوي چې له امله یې دغې ډلې د هېواد اوسنی او راتلونکی وضعیت له خطر سره مخ کړی دی.
د افغانستان د جمهوري نظام د بهرنیو چارو مخکېنی وزیر محمدحنیف اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن د (مارچ ۸مه) له ښځو سره د پېوستون نړۍواله ورځ ده او دا ورځ د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د ښځو د درناوي په پار نمانځل کېږي، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې افغان ښځې د زدهکړو، کار او عامه ژوند په ګډون له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو څخه محرومې شوې دي.