د یوې افغانې نجلۍ له لاسه وتلې راتلونکې

دوړه د سهار له لمانځه وروسته ناسته وه او شبانه د کړکۍ څنګ ته ناسته وه، تندی یې د سړې ښیښې سره تکیه کړی و. بیرون نړۍ ورته داسې ښکارېده چې ډېره نږدې ده، خو بیا هم نه رسېدونکې. هغې ولیدل چې یوه وړوکي باد پاڼې وخوځولې او د لمر رڼا پر سړکونو ځلېده.

یو وخت شبانه به هلته وه، له ښوونځي څخه به له خپلو ملګرو سره بېرته راتله، په خندا به یې د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبرې کولې.
اوس، د هغې نړۍ یوه خونه ده، یوه خونه چې نه پکې کتابونه شته نه درسونه، یوازې چوپتیا او د ژوند کمزوری غږ چې بې له دې چې هغه پکې وي، روان دی.
“زه نور نه پوهېږم چې کومه ورځ ده،” شبانه وویل. “ورځې ټولې یو ډول ښکاري – تشې او بې‌پایلې.”
هغه یوازې ۱۶ کلنه ده، خو داسې احساس کوي لکه چې ژوند یې لا دمخه پای ته رسېدلی وي.
یوه خوب لېدونکې نجلۍ له پلان سره، شبانی یو وخت لویې هیلې درلودې.
په کابل کی په خپل چاپېریال کی به یې خلکو د “کوچنۍ انجنیر” په نوم یادوله.
هغه یوازې ۱۲ کلنه وه، چې زړو راډیوګانو ته یې بڼه ورکوله او بېرته یې جوړولې، په ویاړ یې خپلې مور او پلار ته ویل، “یوه ورځ به زه پلونه او ودانۍ جوړې کړم چې افغانستان ته روښنایي ورکړي.”
“ما غوښتل چې هر څه سم کړم،” شبانه په نرمه لهجه وايي. “غوښتل مې خپل هېواد له سره جوړ کړم او وګړو ته یی هیله ورکړم.”
هغې ښوونځی خوښاوه، په ځانګړې توګه ریاضي. شمېرې ورته معنا درلودې — هغه ثابتې او وړاندوینه کېدونکې وې، برعکس د هغې ګډوډۍ چې زیاتره د هغې شاوخوا ژوند ترې چاپېره وو.
“زه به اکثره وروسته له ټولګي پاتې کېدم چې خپلو ملګرو ته د کورنی دنده کې مرسته وکړم،” هغه په یو کمزوري موسکا سره وايي. “ما باور درلود چې که موږ سخت کار وکړو، موږ کولی شو هر څه بدل کړو. موږ کولی شو ژوند ښه کړو.”
خو یو سهار د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې، د شبانې ښوونکې ټولګي ته د اوښکو ډکې سترګې راغله.
“تاسو باید کور ته ولاړې شئ،” ښوونکې وویل. “ټولګي نور خلاص دي.”
په پیل کې شبانی باور درلود، چې دا یوازې لنډمهاله ده—چې نړۍ به بېرته سمون راولی، خو اونۍ په میاشتو بدلې شوې او هیله ورو ورو له منځه لاړه.


ژوند تر دېوالونو شاته
د طالبانو بېرته راتګ نه یوازې د نجونو ښوونځي وتړل، بلکې د ښځو پر ژوند یې سخت محدودیتونه هم ولګول.
“ما فکر کاوه چې ښوونځي له لاسه ورکول تر ټولو بد کار دی،” شبانه وايي. “خو بیا دوی نور هم راڅخه واخیستل.”
ژر تر ژره شبانې مور ته وویل شول، چې پرته له نارینه سرپرست له کوره ونه وځي. د هغې پلار چې د طالبانو له ګزمو څخه وېرېده، شبانې ته یې اجازه ورنه کړه چې له کوره ووځي—نه د سهار باد احساس کړي او نه له خپلو ملګرو سره وویني.
د شبانې یو وخت روښانه نړۍ اوس یوې خونې باندی بدله شوې ده، چې یوازې یوه کړکۍ لري.
د هغې کتابونه پر یوه المارۍ پراته دي، چې خاورې پرې ناستی دی.
د هغې د حساب ماشین، چې یو وخت یې تر ټولو غوره ګانه، اوس نشی کارولی او دا هغی ته له زغمه ډکه خاطره ده.
“زه نه پوهېږم چې زه له ښوونځي پرته څوک یم،” شبانه په مات شوی غږ وايي. “زه نه پوهېږم چې له ما څه پاتې دي.”


د نا امیدۍ دروندوالی
د شبانې لپاره، تر ټولو بد شی چوپتیا نه ده — دا ویره ده چې هغې به هر څه چې یو وخت یې زده کړي وو، هېر کړي.
“زه هڅه کوم چې په ذهن کې ریاضي تمرینات وکړم،” شبانه وايي. “زه د دېوال خښتی شمېرم، زه د ریاضی معادلې د لمونځ په شان تکراروم، تر څو هېرې نه کړم. ځکه که زه یې هېرې کړم… داسې ده لکه زه چې هېڅکله نه وم.”
د هغې مور خپله لور د خاموش او زړه ماتي په حالت کی ګوري. “ځینې وختونه زه وینم چې هغه له ځانه سره پټې خبرې کوي,” د هغې مور وايي. “هغې ته داسې ښکاري لکه لا هم په مکتب کې وي، د داسې پوښتنو ځوابونه ورکوي چې هېڅوک یې نه پوښتي.”


د زغم یوه کوچنۍ وړانګه
د خپل زړه ماتی سره - سره شبانه نه غواړي، چې په بشپړه تسلیم شي.
هغه خپله کتابچه پټ له المارۍ څخه راباسي. د څراغ د کمزورې رڼا لاندې، هغه د ودانیو او پلونو نقاشي کوي — کوچني یادونه چې د هغې خوب، که څه هم له منځه تللی ښکاري، لا ژوندي کړی.
“زه نه پوهېږم چې اایا زه به کله هم دا پلونه جوړ کړم،” هغه اعتراف کوي. “خو رسم کول ماته دا احساس راکوي… لکه زه چې لا هم یم. لکه زه چې نه یم ورکه شوې.”


د نړۍ لپاره پیغام
دا یوازې د شبانې کیسه نه ده؛ دا د هغو میلیونونو افغان نجونو کیسه ده، چې راتلونکي یې له هغوی غلا شوي دي.
نجونې چې یو وخت یې د انجینرانو، هنرمندانو، وکیلانو، سوداګرو، ساینسپوهانو، او نورو مسلکونو خوبونه لیده، اوس مجبورې دي چې د بندو دروازو شاته په چوپتیا کې تېری کړی.
په دې د ښځو نړۍواله ورځ زه غواړم نړۍ ته یو پیغام ورکړم:
موږ هېڅکله پرمختګ نشو کولای، که افغانی نجونې شاته پاتی شی.
نړۍ باید اقدام وکړي، نه سبا، نه هغه وخت چې ورته مناسب ښکاري، بلکې همدا اوس. موږ د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستل غواړو، د ښځو حقونه باید بېرته ورکړل شي او طالبان باید د خپلو ظالمانه پالیسیو لپاره حساب ورکوونکي وبلل شي.
د ملګرو ملتونو د سږ کال موضوع “چټک اقدام” د دې لپاره چې د افغان نجونو لکه شبانې لپاره ژمنتیا یقیني شي، چې خپلې هیلې یې له لاسه وړي، د نړۍوالې معنا لرونکې مرستې او عملي پلي کېدو ته اړتیا لري.
په دې نړۍواله ورځ شبانه غواړي نړۍ ته دا ووايي:
“موږ لا هم دلته یو،” هغه وايي. “موږ لا هم خوبونه وینو. که څه هم موږ بندیان یو، که څه هم دوی موږ چوپ کړي — موږ لا هم ژوندی یو.”
او بیا په یو آرامه هوډ سره، هغه زیاتوي:
“مونږ مه هېروئ.”