د بښنې نړۍوال سازمان:د سیاسي ارادې نشتوالي او نړۍوالې چوپتیا د افغان ښځو مبارزه ناکامه کړې

د ښځو نړۍوالې ورځې (د مارچ ۸مې) په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د طالبانو د سېسټماټیک ظلم پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

یاد سازمان ویلي، طالبانو نه یوازې دا چې د تبعیضي قوانینو له لارې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ بلکې په سختو ځپونکو تګلارو سره یې ښځې او نجونې له ټولنې اېستلې او هغوی یې یوازې د ماشوم زېږولو او د کور چارو ته محدودې کړې دي.

څه باندې درې کاله کېږي، چې طالبان پر افغانستان واکمن دي او په دې موده کې یې د ښځو بنسټیز حقونه لکه زده‌کړې، کار او پر ازاد تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبان ان دا هم نه مني، چې ښځې دې په عامه ځایونو کې ښکاره شي یا غږ یې واورېدل شي. افغان ښځې تر وېرې او ګواښ لاندې په خپلو کورونو کې زنداني شوې او د ښځو ځوان نسل له خپل راتلونکي بې برخې شوی دی.

د نړۍوالو خاموشي؛ د ظلم منل دي

د بښنې سازمان وايي، دا ظلم یوازې د افغانستان ستونزه نه ده؛ بلکې دا نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو ته د نړۍوالو ژمنو او فیمینسټي خوځښتونو لپاره یوه ازموینه ده.

په دې اړوند خبرپاڼه کې راغلي:« نړۍ به دې ښکاره ظلم ته څه ډول ځواب ورکوي؟ ایا نړۍواله چوپتیا به دا معنی ولري، چې ځپونکي اقدامات او بې‌عدالتي ومنل شي؟».

هغه افغان ښځې چې لارو کوڅو ته راوتلي یا پټ احتجاجونه کوي؛ له ګواښونو، جبري نیونو، شکنجو او ان له مرګ سره مخ دي.

زرګونه کسان چې پکې د طالبانو ضد نارینه هم شامل دي، همدا اوس زندانونو ته اچول شوي دي.

راپور کې راغلي، نړۍوال مشران لاهم له طالبانو سره د ډېپلوماسۍ په نوم غونډې کوي او مېلیونونه ډالره مرسته افغانستان ته پرته له دې چې د بشري حقونو رعایت شرط وګرځوي، استول کېږي.

ان د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې د دوحې ناستې هم د بشري حقونو، نړۍوالو قوانینو او حساب ورکولو روښانه تعهد نه لري.

نیمګړی نړۍوال ملاتړ

د طالبانو د واکمنۍ له درې کلونو وروسته، د ښځو د مقاومت لپاره ځینې حقوقي او سیاسي ګامونه پورته شوي.

یو شمېر هېوادونه غواړي د طالبانو جنایتونه نړۍوالې جزایي محکمې (ICC) ته یوسي او د یادې محکمې څارنوال د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې ده.

سربېره پر دې هڅې روانې دي، څو د «جنسیتي اپارټایډ» جرم د بشریت پر ضد جنایت وپېژندل شي.

خو د بښنې سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو د مبارزې د بریا اصلي خنډ د سیاسي ارادې کمښت او نړۍواله چوپتیا ده.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه له فیمینسټي خوځښتونو غوښتي، چې د افغان ښځو غږونه نور هم لوړ کړي او اجازه ورنه کړي چې دا جنایتونه بې‌ سزا پاتې شي.

دغه سازمان ټینګار کوي، چې د افغان ښځو د عزت دفاع د نړۍ د ټولو ښځو د عزت دفاع ده؛ که نړۍ اجازه ورکړي چې د طالبانو دغه سېسټماټیک ظلم او د افغانستان د نفوس نیمايي برخې محوه کول دوام وکړي، نو دا به ټول سرغړونکو او ځپونکو ته دا پیغام ولېږي چې د ښځو پر ضد جنایتونه له مجازاتو پرته ترسره کېدای شي.

د بښنې نړۍوال سازمان له افغانانو غواړي، چې له خپلو ټاکل شوو استازو سره اړیکه ونیسي او ترې وغواړي چې د افغان ښځو ملاتړ لپاره مشخص ګامونه واخلي.

د بشري حقونو دغه نړۍوال ملاتړی سازمان خبرداری ورکوي، چې د ښځو دغه نړۍواله ورځ باید د طالبانو پر وړاندې د مبارزې یوه نوې څپه وي؛ څو راتلونکی کال نړۍ د افغان ښځو پر ضد د دغه ظالمانه جنایتونو دوام نور ونه ګوري.