د کانګرس ځینې غړو له ټرمپ غوښتي چې د افغان کډوالو د منلو پروسه بیا پیل کړي
د کانګرس یوشمېر ډیموکراټ غړو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په یوه لیک کې د کډوالو د پروسې او افغانانو ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام د بندیدو د منفي اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده او غوښته یې کړې چې د افغان کډوالو د منلو پروسه پیل کړي.
دغه لیک تېره ورځ سپیني ماڼۍ ته لیږل شوی او پکې لیکل شوي، چې د ټرمپ له خوا د کډوالۍ د ځانګړې ویزې پروګرام پای ته رسولو او د کډوالو د منلو د پالیسیو بدلولو پرېکړه د امریکا ارزښتونو ته د زیان رسولو ترڅنګ د زرګونو هغو افغانانو ژوند هم ګواښي چې د امریکا د حکومت د ملاتړ لپاره یې په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.
دغه لیک باندې د ډوریس ماټسوی، جینیفر ایل ماکیلان، جیو کورټینې، سایدني کاملاګر ډیو، ګریس مینګ، بېکابالینټ، مایک قیګلي، او ایلینور هومس نورتن لاسلیکونه کړي او په وینا یې د کډوالو نه منلو پالیسي د هغو کسانو په وړاندې د امریکا له مکلفیتونه سرغړونه کوي چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد سرتیرو او ماموریتونو سره مرسته کړې ده.
د دغه لیک د معلوماتو له مخې، له ۱۶۰۰ څخه ډیر کسان د کډوالو د پروګرام د ځنډیدو له پرېکړې مخکې منل شوي او امریکا ته د الوتنو په نوملړ کې یې نومونه لیکل شوي وو.
په دغه لیک کې ویل شوي، چې شاوخوا ۱۰زره کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او امریکا ته د تګ په حال کې و او تر ۴۰ زره ډیر نورو کسانو غوښتنلیکونه بیا په د منلو په وروستیو مرحلو کې وي.
دوی ټینګار کړی چې امریکا باید خپلې ژمنې پوره کړي او د هغو کسانو دفاع وکړي چې د اړتیا په وخت کې یې د امریکا ملاتړ کړی دی.
د کانګرس دغو غړو خبرداری ورکړی چې د پروګرام ناڅاپي ځنډول «زرګونه افغانان» په ناڅرګند حالت کې اچولي دي او ډیری یې، چې د طالبانو د ګواښونو له امله تښتیدلي اوس په جدي خطر کې دي او په امریکا کې د خپلو کورنیو سره د یوځای کیدو لپاره هیڅ لاره نلري.
په یاد لیک کې د ډیموکراټانو استازو د امریکا له ولسمشر څخه غوښتي چې د خپل اجرایوي فرمان په اړه له سره کتنه وکړي او د کډوالو د منلو او په افغانستان کې د امریکا د متحدینو پروسه دې بیا پیل کړي.