خواجه اصف: عمران خان، جنرال باجوه او فیض حمید په لوی لاس طالبان په پاکستان کې دېره کړل
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او پخوانیو پوځي مشرانو د طالبانو د بېرته راوستو پرېکړه کړې وه چې د هېواد امنیتي وضعیت یې پرې خراب کړ.
خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د داخلي استخباراتو(ISI) پخواني مشر جنرال فیض حمید په ګډه پرېکړه کړې وه چې د «ټيټيپي وسلهوال» پاکستان ته راوستل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پرېکړې له امله د خیبر پښتونخوا او نورو سیمو امنیتي وضعیت خراب شوی او ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې ده.
خواجه اصف وویل: «دا یوه ګډه پرېکړه وه، دا درې واړه د طالبانو د بېرته راوستو مسوولین دي».
هغه دا هم وویل، د خېبر پښتونخوا حکومت چې د تحریک انصاف ګوند تر مشرۍ لاندې دی؛ د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو پر ځای یې د عمران خان سیاسي جګړو ته زیات اهمیت ورکړی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر د سیاسي روغې جوړې غوښتنې هم رد کړې او ویې ویل، چې پر حکومت د پرلپسې بریدونو له امله د خبرو اترو امکان نشته.
هغه وویل: «څنګه کولای شو له هغو خلکو سره روغه وکړو، چې څلور ځله یې پر حکومت بریدونه کړي او اوس وایي چې تر اختر وروسته به بیا بریدونه کوي؟ یوازینۍ حللاره د مقاومت سیاست دی».
نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو د زیاتېدونکو فعالیتونو یو لوی لامل په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې دي، چې له یاد هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته یې سیمه کې امنیت ته زیان رسولی دی.
خواجه اصف د پاکستان له لوري امریکا ته د داعش د یوه غړي «محمد شریف الله» د سپارلو دفاع وکړه او ټینګار یې وکړ، چې پاکستان لا هم د ترهګرۍ ضد جګړې په لومړۍ کرښه کې دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د یادې ډلې د متحدینو «ټيټيپي» فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ په بېلابېلو سیمو کې له پاکستاني پوځیانو سره په جګړو اوښتې وي.
پاکستان ادعا کوي، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې «ټيټيپي» ته پناه ځایونه ورکړي او مالي ملاتړ یې هم کوي او له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
که څه هم افغان طالبان له پاکستاني طالبانو سره د ملګرتیا اړیکې مني؛ خو د پاکستان دا ادعاوې یې تل رد کړې، دي چې ګوندې د افغانستان خاوره یې د دوی پر ضد کارولې ده او «ټيټيپي» ته یې پټنځایونه ورکړي دي.