پر حقانیه مدرسه د ترهګرو برید فرقه ییزه جګړه که بل څه؟

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د فرورۍ په اته ویشتمه د پښتونخوا د نوښار ضلعې په اکوړه خټک کې د حقانیه مدرسې پرمسول او د جمیعت علماې اسلام دامیر مولاناحامدالحق حقانيپه مدرسه کې ځانمرګي برید وکړ. په دغه برید کې د مولانا حامدالحق نه علاوه شپږ نور کسان هم ووژلشول او ګڼ شمیر نور ټپیان شول.

هسې خو په پښتونخوا کې د تیرو څو کلونو کې د جنرالانو د غلطو ستراتیژیو او د ټي ټي پي د مخ په زیاتیدونکو بریدونو په وجه جنګ او وینه تویدنه زیاته شوې ده او ځانمرګو بریدونو هم زور موندلی، خو د حقانیه مدرسې پرمسول برید کومه عادي خبره نه ده.

دغه مشهوره مدرسه یو ځانګړی تاریخ لري او په پښتونخوا او افغانستان کې نه یوازې د دینی عالمانو ګڼ شمیر د دغې مدرسې نه فارغ شوي، بلکې په تیرو پنځوسو کلونو کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د جهاد په نوم زرګونه جنګیدونکي کوماندانان او جنګیالي هم د دې مدرسې محاصلین پاتې شوي دي، نو د جهاد په نوم په دغه مدرسه د برید ګرو ګوزار سره ډیر سوالونه پیدا شوي دي.

د حقانیه مدرسې بنیاد د حامدالحق نیکه مولانا عبدالحق اچولی و، په دغه وجه د مدرسې نوم حقانیه ایښودل شوی.

د عبدالحق او د مدرسې د نورو استاذانو فکري تعلق د هندوستان په مرکزيب رخه کې پرتې د دیوبند مدرسې سره وو. د دیوبند مدرسه په هندوستان کې د انګلیسيا ستعمار په دوره کې جوړه شوې وه.

د دې مدرسې عالمانود انګلیس د استعمار په ضد د ازادۍ په مبارزه کې ګډون کړیو، دوی د بیل هیواد په توګه د پاکستان د جوړیدو مخالف وو، خو د پاکستان د جوړیدو نه وروسته دوی په خپل سیاست کې بدلون راوست، که څه یې هم کله کله یې له خولې وځي، چې مونږ په دې ګناه کې نه وو شریک شوي.

پاکستان کې د دیوبندیانو سیاسي ګوند جمیعت العلما اسلام دی. مولانا عبدالحق هم د دغه ګوند غړی و او د مولانا فضل الرحمان پلار مفتي محمود د جمیعت العلمای اسلام امیر و.

په ۱۹۸۱ کې د هغه د مړینې نه وروسته د هغه زوی فضل الرحمان د هغه ځای ناستی شو.

د مولانا عبدالحق د مړینې نه پس د هغه زوی مولانا سمیع الحق د حقانیه مدرسې نظم په خپل لاس کې واخست، خو د وخت په تیریدو سره جمیعت العلماې اسلام کې اختلافات وزیږیدل او دغه جماعت د مولانا فضل الرحمان او د مولانا سمیع الحق په مشرۍ په دوو بیلو بیلو ډلو وویشل شو، جالبه خبره دا ده چې مولانا فضل الرحمان هم د دیني علومو تحصیل حقانیه مدرسه کې کړی دی.

په ۱۹۷۸ کې په افغانسنان کې د خلک ډیموکراټیک ګوند غړو پوځي صاحب منصبانو د سردار محمد داؤد خان د حکومت خلاف کودتا وکړه او افغانستان کې داخلي بحران او بهرنۍ لاسوهنې اوج ته ورسیدې.

په ۱۹۸۰ کې شوروي اتحاد پوځونو افغانستان اشغال کړ او د خلک ډیموکراټیک ګوند د یوه فراکسیون د حکومت په جوړولو کې یې مرسته وکړه.

پاکستان او ایران خو ان د محمد داؤد خان د حکومت په ضد په لاسوهنو او تخریب بوخت وو، خو د دې نه پس امریکا، بریتانیا، نور غربياو ځینې عربي هیوادونو هم په غیر مسقیمه توګه په دې جنګ کې برخه واخسته.

د جنګ او هرج مرج په شرایطو کې په لکونو افغانان د خپل وطن نه پاکستان ته په کډه کولو مجبور شول، یو شمیر یې ایران او نورو هیوادونو ته ولاړل، پاکستان په افغانستان کې د جنګ لپاره په مرکز بدل شو.

ډیرو هیوادونو په پاکستان کې موجودو دیني مدرسو کې د دې لپاره پانګونه وکړه، چې مهاجرین په مجاهدینو بدل کړي، په دې پروژه کې دحقانیه مدرسې غټه ونډه واخستله ځکه چې دا مدرسه د پیښور نه لرې نه وه او په دې کې افغان طالبانو د جګړې نه مخکې هم درس وایه، خو پښتونخوا ته د مهاجرو راتګ نه وروسته په زرګونو افغانانو حقانیه مدرسې ته مخه کړه او د مدرسې چلوونکو په افغان جنګیالیو کې ژور نفوذ بیاموند.

د دې مدرسې ځینې معلمان د افغان طالبانو ایدیالوګان شمیرل کیږي او په دې وجه یې د پاکستان د پوځ او ځینې خارجی هیوادونو پام هم ځان ته وګرځاوه، لږه موده وړاندې د دې مدرسې یو هئیت کابل ته په دې غرض تللی وو چې د کابل او اسلام اباد تر منځه د خبرو اترو سلسله بیا روانه کړي.

که څه هم مولانا حامدالحق باندې د ځانمرګي برید مسولیت په علني توګه کوم سازمان یا ډلې په غاړه نه دی اخستی او نه د پولیسو د تحقیق کومه نتیجه مخې ته راغلې ده خو زیاتره شنونکي فکر کوي چې دا پیښه د سلفیانو ( داعش) او د دیوبندیانو ( طالبانو) تر منځه د روانو جګړو نتیجه ده.

دا خبره ټولو ته معلومه ده چې له افغانستان د امریکايي قواوو د وتلو نه وړاندې طالبانو او امریکا په ګډه په شرقي افغانستان کې د داعش خلاف پوځي عملیات تر سره کړي وو. شنونکي وايي چې داعش د حقانیه مدرسې د افکارو د ردولو لپاره روغ کتاب چاپ کړی و.

د داعش بریدونه پاکستان کې د طالبانو په نورو دوستانو لکه د مولانا فضل الرحمان په ګوند هم وخت په وخت شوي او کیږي.

شنونکي وايي، چې د بریدونو دا لړۍ به نه یوازې روانه وي بلکه د زیاتیدو امکان یې هم شته. پاکستان کې د دې نه علاوه د فرقه ییزه جګړو نور اړخونه هم شته، د سنیانو او د شیعه ګانو تر منځه د تودو شخړو مرکز په کورمه کې دی.

پنجاب کې بریلوي فرقه په اکثریت کې ده، هغوی هم اوس خشونت ته لاس اچولی دی، خو د مولانا حامد الحق د مړینې نه پس د هغه د حقانیه مدرسې په غونډو کې د ځینو ویناګانو ویډیو ګانې په سوشل میډیا وچلیدې چې په کې د پاکستان په پوځ باندې تند انتقادونه وو.

دغه ویډیو ګانې وړاندې په میډیا کې نه وې نشر شوې، دا خبره ځکه عجیبه ده چې په عننوي توګه د حقانیه مدرسې چلوونکو د پاکستان د پوځ سره ژورې اړیکې لرلې دي او په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راوستو لپاره دوی پوره مرستې کړې دي، نو ځکه د جنرال مشرف د حکومت په وخت کې دوی ته ډیر اهمیت ورکول کیده.

د متحده مجلس عمل(ایم ایم اې ) په نوم دوی د نورو مذهبي ګوندونو سره یو ځای په پښتونخوا کې حکومت جوړ کړی و او د مرکزي پارلمان غړیتوب یې هم ترلاسه کړی و.

د دوی او د پوځ تر مینځه د اختلافاتو خبره نوې وه. په اخره کې باید دا هم په یاد کړو چې په ۲۰۱۸ کې د مولانا حامدالحق پلار مولانا سمیع الحق هم په راولپنډۍ کې په مرموزو شرایطو کې ووژل شو او تر اوسه یې وژونکي معلوم نه شول.